دښمنان به د برید په صورت کې پښېمانه کوونکی ځواب ترلاسه کړي
(last modified Tue, 01 Apr 2025 02:47:35 GMT )
Apr 01, 2025 07:17 Asia/Kabul
  • دښمنان به د برید په صورت کې پښېمانه کوونکی ځواب ترلاسه کړي

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د وري میاشتې د دولسمې نېټې په مناسبت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: دښمنان به د برید په صورت کې پښېمانه کوونکی ځواب ترلاسه کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د وري میاشتې د ۱۲مې یعنې د اسلامي جمهوریت د ورځې په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په بیانیه کې راغلي: د ۱۳۵۸ لمریز کال د وري ۱۲مه د ایران په ویاړلي تاریخ کې یوه حماسي او برخلیک ټاکونکې ورځ بلل کېږي. په دې برخلیک ټاکونکې ورځ کې له ۹۸ سلنې څخه زیاتو ایرانیانو له اسلامي نظام څخه چې پکې «اسلامیت» او «جمهوریت» شامل دي، خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دې بیانیې په یوه برخه کې راغلي دي: اسلامي جمهوریت د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ یوه نوې الګو ده چې د داخلي استبداد په له منځه وړلو او د بهرني استعمار د لاسونو په پرې کولو او د ایران د دښمنانو پر وړاندې د مقاومت د بنسټ اېښودلو له لارې، د ایران د خلکو لپاره د خپلواکۍ او آزادۍ زمینه برابره کړې ده.

 پوځ په خپلې بیانیې کې څرګنده کړې: نن د ایران د ستر ملت د الهي انتخاب د ۴۶مې کلیزې او د «اسلامي جمهوریت» د ورځې په درشل کې، اسلامي جمهوري نظام د نېکمرغۍ په یوې پیاوړې ونې بدل شوی چې د نړۍ ټولو آزادو ملتونو او د آزادي غواړو ته الهام ورکوي.

د دې بیانیې په وروستي برخه کې راغلي: د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د کوچني اختر د مبارکۍ او د اسلامي جمهوریت د ورځې په تړاو  د مبارکۍ ترڅنګ اعلان کوي چې په پوځ کې د ایران د ملت زړور بچیان، د خدای په نصرت، د ولي عصر په عنایت او د اعلی سرقوماندانۍ په شتون سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام او د ملت د امنیت او ګټو د ساتنې لپاره قربانۍ ته چمتو دي او که دښمنان کومه ستراتیژیکه تېروتنه او د اسلامي ایران پر خاوره برید وکړي، سخت او پښېمانه کوونکی ځواب ترلاسه کړي.