چین په امریکاکې دچیني شرکتونو پانګونې محدودې کړې
(last modified Thu, 03 Apr 2025 00:19:49 GMT )
Apr 03, 2025 04:49 Asia/Kabul
  • چین په امریکاکې دچیني شرکتونو پانګونې محدودې کړې

په امریکا کې د چیني شرکتونو د پانګونې دمحدودیّت اعلان په داسې حال کې دی چې تمه کیږي، دامریکا حکومت په چارشنبې ورخې د چین پشمول د نورو هیوادونو په ضد نوی تجارتي  ټیرفونه هم اعلان کړي دي چې پاکستان هم پکې شامل دی

پارس ټودې-  د چین حکومت د امریکاد حکومت د سیاستونو له امله دتجارتي تاؤتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت ، په امریکا کې د چیني شرکونو  پانګونې محدودې کړې.

پارس ټودې د ایرنا له قوله راپور ورکړی،  دچین هیواد د اقتصادي پلانونې د لوړ اورګان د پراختیا اواصلاحاتو د ملی کمیشن څو څانګو په وروستیو اونیو کې  په امریکا کې د چیني شرکتونو د پانګونې د مجوزونو د تائيدیدا د درولو  لپاره  فرمانونه ترلاسه کړي دي.

په امریکا کې د چیني شرکتونو د پانګونې دمحدودیّت اعلان په داسې حال کې دی چې تمه کیږي، دامریکا حکومت په چارشنبې ورخې د چین پشمول د نورو هیوادونو په ضد نوی تجارتي  ټیرفونه هم اعلان کړي دي چې پاکستان هم پکې شامل دی

امریکا همداراز  د ټيکنالوجۍ او انرژۍ په څير په اساسی برخو کې د چین دپانګونې  دمحدودولو هڅه کوي.