ناټو په روان کال کې اوکراین ته ۲۰میلیارډ یورو بیل کړي دي
(last modified Thu, 03 Apr 2025 00:33:39 GMT )
Apr 03, 2025 05:03 Asia/Kabul
  • ناټو په روان کال کې اوکراین ته ۲۰میلیارډ یورو بیل کړي دي

پارس ټوډې -  د ناټو عمومی منشي ووئيل؛  ددغې پوځي موسیسې غړو د روان میلادي کال له لومړیو راهسې تر دې دمه اوکراین ته ۲۰ میلیارډ یورو  بیل کړي دي

پارس  ټوډې  د ایسنا له قوله راپور ورکړی، د ناټوموسیسې عمومی منشي مارک روته  پرون په بروکسل کې  د  ناټو متحدان  له اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.

 د ۲۰۲۲کال  په فرورئ کې  د اوکراین جنګ له پيل څخه  ۲۷ اروپائي هیوادونو  له اوکراین سره ټول ټال  څه دپاسه ۱۴۵ میلیارډ ډالري  مرستې کړي دي.

د اوکراین جنګ د ماسکو  امنیتي اندیښنو ته د لودیځ په بې پامیو او د روسیې  تر سرحدونو نزدې پورې د ناټو ځواک په پراختیا پسې  پیل شوی او دمګړئ دوام لريږ

ماسکو  دلویدیځ په تیره بیا دامریکا له خوا د دوي په امنیتی اندیښنو باندې  په سترګو پټولو پسې د ۲۰۲۲کال  په فرورۍ کې پر اوکراین پوځي حمله وکړه. لویدیځي هیوادونو  د روسیې ددغه اقدام په ځواب کې تراوسه پورې د ماسکو په ضد پراخ بندیزونه لګولي  او کیّف سره ئې په میلیارډونو ډالري ارزښت پوځي وسلو او تجهیزاتو مرستې کړي او هماغه راز دوام ورکوي.