د حماه پوځي هوايي ډګر له منځه ولاړ
(last modified Thu, 03 Apr 2025 08:18:36 GMT )
Apr 03, 2025 12:48 Asia/Kabul
  • د حماه پوځي هوايي ډګر له منځه ولاړ

پارس ټوډې  – د سوریې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: د حماه پوځي هوايي ډګر د صهیونیسټي رژیم په بمبارۍ کې تقریباً له منځه ولاړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د سوریې د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوې بیانیې کې د دغه هېواد پر مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم هوایي بریدونه وغندل.

په دغه بیانیه کې راغلي چې پر پنځو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم په هوایي بریدونو کې چې په دېرشو دقیقو کې ترسره شول، د حماه پوځي هوایي ډګر تقریباً په بشپړه توګه ویجاړ شو او په لسګونه ملکیان او پوځیان ژوبل شول.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: دغه تیری د سوریې د سولې او ثبات د ګډوډولو او د دغه هېواد د خلکو د ستونزو د اوږدولو لپاره قصدي هڅه ده.

سوریې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یوه قاطع دریځ په غوره کولو سره، پر اسرائیلي رژیم فشار راوړي چې د سوریې پر خاوره خپل بریدونه ودروي او د ۱۹۷۴ کال د اوربند د موافقې له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.