مقاومت د هر احتمال لپاره چمتو دی
پارس ټوډې - په لبنان کې د حزب الله د سیاسي شورا مرستیال وویل: موږ د جګړې پراخول او جګړه نه غواړو، خو مقاومت هر ډول احتمال ته چمتو او آماده دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د لبنان د حزب الله د سیاسي شورا مرستیال محمود قماطي د قطر له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم هڅه کوي چې په سیمه کې هر ډول مقاومت ختم کړي.
قماطي زياته کړه: دغه رژيم د مقاومت د پایدارۍ له امله ونشو کړای خپلو موخو ته ورسېږي.
قماطي وويل: غاصب رژيم هېڅ نړيوالو قوانينو ته غاړه نه ږدي او له اوربند څخه سرغړونې ته دوام ورکوي او موږ د لبنان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د سياسي فشارونو له لارې خپله دنده ترسره کړي.
د لبنان د حزب الله د سیاسي شورا مرستیال څرګنده کړه: په نړۍ کې د نیواکګرو د ذلیلولو په موخه، له اوربند څخه د پرله پسې سرغړونو په مقابل کې موږ له زغمه کار اخیستی دی.