ایران پر پاکستانی ښاریزو بزدلانه حمله وغندله
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پاکستاني ښاریزوپر یوې ډلې باندې بزدلانه برید وغانده.
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړ په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پاکستاني اتباعو پر یوې ډلې باندې بزدلانه برید په کلکه وغانده او ټینګار یې وکړ چې غدار عناصر،له نړیوال تروریزم سره په ګډه، په سیمه کې د سولې او امنیت د خرابولو په لټه کې دي.
د دې راپور له مخې، د ایران د سفارت د عامه ډیپلوماسۍ او رسنیو څانګې نن یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي: "په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د اتو پاکستانیانو پر ضد د غیر انساني او بزدلانه وسله وال اقدام په سختو ټکو غندي."
په بیانیه کې زیاته شوې ده: "ترهګري یوه اوږدمهاله بلا او په ټوله سیمه کې یو ګډ ګواښ دی، او غدار عناصر،له نړیوال تروریزم سره په همکارۍ، په سیمه کې امنیت په نښه کوي."
د ایران د سفارت د عامه ډیپلوماسۍ او رسنیو څانګې په خپله اعلامیه کې زیاته کړه: "له دې ناوړه ښکارندی سره مقابله د ټولو هیوادونو لخوا د ترهګرۍ او افراطیت د ټولو ډولونو د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې ته اړتیا لري چې په تیرو لسیزو کې یې د زرګونو بیګناه خلکو ژوند اخیستی دی."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر هم د خپلو اتو ښاریزو د وژنې په غبرګون کې وویل: "پاکستان له ایراني چارواکو سره په تماس کې دی او د دې پیښې په اړه د نورو جزیاتو په تمه دی."