د امریکا چارواکو له ایران سره د خبرو په هکله غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159110-د_امریکا_چارواکو_له_ایران_سره_د_خبرو_په_هکله_غونډه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوې رسنۍ د دوو خبرو سرچینو په قول وویل ولسمشر ډونالډ ټرامپ پرون د سپینې ماڼۍ د حالت په کوټه کښې له ایران سره د اټومي موافقې په هکله د روانو خبرو اترو په باره کښې یوه غونډه وکړه.
(last modified 2025-04-15T21:25:56+00:00 )
Apr 16, 2025 01:53 Asia/Kabul
  • د امریکا چارواکو له ایران سره د خبرو په هکله غونډه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوې رسنۍ د دوو خبرو سرچینو په قول وویل ولسمشر ډونالډ ټرامپ پرون د سپینې ماڼۍ د حالت په کوټه کښې له ایران سره د اټومي موافقې په هکله د روانو خبرو اترو په باره کښې یوه غونډه وکړه.

اکسیوس پاڼې پرون وویل دغو دوو سرچینو وویل دغه لوړرتبه غونډه د امریکا د ولسمشر ټرامپ د حکومت د خارجي سیاست او د ملي امنیت د ټولو لوړرتبه چارواکو په ګډون سره د راتلونکي شنبې ورځ لپاره د پلان شویو خبرو اترو په ورپسې پړاو کښې د امریکا د دریځ په باره کښې په بحث کولو متمرکزه وه.

له دغه غونډې مخکې د امریکا ولسمشر ټرامپ د عمان له سلطان هیثم بن طارق سره ټیلي فوني خبرې وکړې او د ایران او د امریکا ترمینځ د عمان د مینځګړیتوب په هکله یې د نظرتبادله وکړه.

د عمان حکومتي خبري اژانس هم وویل د امریکا ولسمشر او د عمان باچا مطلوبو نتیجو ته د رسیدا لپاره له دغو خبرو اترو د ملاتړ د لارو چارو په هکله خبرې وکړې.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، خارجه وزیر مارکو روبیو ، د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، دفاع وزیر پیټ هیګیسټ ، د ولسمشر ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای مشر جان راټګلیف او نورو لوړرتبه چارواکو د سپینې ماڼۍ د حالت د کوټې په غونډې کښې چې پرون وشوه ګډون وکړ.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس او ځانګړی استازی اسټیو ویټکاف باوري دي ډيپلوماسۍ کولای شي د اټومي موافقې سبب شي او فکر کوو امریکا باید دغه موافقې ته د رسیدا لپاره ځینو سازبازونو ته تیار ووسي.

د امریکا د خارجه وزیر مارکو روبیو او د ملي امنیت د سلاکار مایک والټز په شمول د حکومت لوړرتبه غړي ډیر بدبینه دي او په خبرو کښې د زیات دباو د راوستلو د کړچار ملاتړ کوي.

په خپله د امریکا ولسمشر ټرامپ ګډوډ پیغامونه  ورکوي او وايي چې دې د موافقې کولو غوښتونکی دی او فکر کوي چې د ایران اټومي موضوع د ډيپلوماسۍ له لارې د حل کیدا وړ ده خو په عین حال کښې ایران ته د پوځي حملې ګواښ کوي.