روسیه په اوکراین کښې د اوربند د اصل ملاتړ کوي
(last modified Wed, 16 Apr 2025 01:26:10 GMT )
Apr 16, 2025 05:56 Asia/Kabul
  • روسیه په اوکراین کښې د اوربند د اصل ملاتړ کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د روسيې سفیر «اندری کلین»په اوکراین کښې د جنګ د بندولو لپاره د ډيپلوماټیکو خبرو اترو بهیر ته په اشارې سره ټینګار وکړ په دې زمینه کښې هر ډول موافقه به یوازې هغه وخت اغیز شیندونکي وي چې د کړکیچ په جرړو باندې غور وکړي او په هغې کښې د روسیې د حیاتي ګټو تضمین ورکړل شي.

هغه ماسکو ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامب د استازي اسټیو ویټکاف د سفر په شمول د روسیې او د امریکا ترمینځ وروستیو ډيپلوماټیکو خوځښتونو ته په اشارې سره وویل مونږ حاضردمه په ټولو جبهو کښې فعال یوو او یرغلیز حالت لرو.

هغه وویل له امریکا سره سیاسي خبرې پیل شوي او هغه پیچلي دي او مونږ د اوربند د اصل ملاتړ کوو خو که چیرې دغه اوربند په سم ډول پلان نشي او یوازې د رسندوي مټو  د رانغاړلو په توګه وي نو د کړکیچ له حل سره به مرسته ونکړي.

په لندن کښې د روسیې  سفیر اندری کلین په دې خبرې سره  چې ماسکو د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې له اتلسمې نیټې راهسې د اوکراین د انرژۍ په بیخ بنایانو باندې حملې بندې کړي وې وویل په مقابل کښې یوازې نن ورځ د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو باندې څلورشپیته بریدونه ثبت شوي دي پر دې اساس یا د اوکراین حکومت د حملو د بندولو حکم نه دی ورکړی یا دا چې د اوکراین پوځيان په خپلواکه توګه عمل کوي.

هغه سمدستي او له قید او شرط پرته د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ته په اشارې سره وویل مونږ نه غواړو د رسنیو د دباو او یا د لویدیځو لورو په غوښتنه اوربند ومنو . مونږ او امنیتي هدفونه لرو چې نه یوازې  باید ورته پام وشي بلکې په یوې موافقې کښې ورځاې کړي شي او اجرا شي.

په انګلستان کښې د روسیې سفیر خبرداری ورکړ چې د امریکا لخوا په یوې اشارې سره د روسیې تسلیمیدل یو توهم دی زیاته کړه دغه جنګ زمونږ لپاره د ملي واکمنۍ او د بقا لپاره دی مونږ باید یا خپله خپلواکۍ وساتو یا د لویدیځ د ګټو تابع شوو.