دایران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ورسید
(last modified Thu, 17 Apr 2025 10:01:06 GMT )
Apr 17, 2025 14:31 Asia/Kabul
  • دایران د  بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ورسید

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د یو ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ مسکو ته ورسید ترڅو د روسیې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې او مشورې وکړي او د دغه هیواد ولسمشر ته د معظم رهبر مکتوب پیغام ورسوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا عمومي رییس او د ایران سفیر د مسکو په نړیوال هوايي ډګر کې د عراقچی  هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایی  د اعلان له مخې، روسیې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پخوانی پلان شوی سفر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په بلنه او د ستراتیژیکو شریکانو په توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوامداره مشورو په چوکاټ کې ترسره کیږي.

اسماعیل بقايي په دې اړه وویل: " ټاکل شوی ده  د دې سفر په بهیر کې عراقچي د لوړ پوړو روسي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ایزو او نړیوالوبدلونونو، او همدارنګه له متحده ایالاتو سره د وروستیو غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله کړي."

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړونونو د پلي کولو په ځانګړي ډول د ایران د اسلامي جمهوریت او روسیې ترمنځ د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون د تعقیب لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.