اټومي خبرو ته د نړیوال اژانس د ورګډیدا لپاره اوس ضرورت نشته
(last modified Sun, 20 Apr 2025 00:19:52 GMT )
Apr 20, 2025 04:49 Asia/Kabul
  • اټومي خبرو ته د نړیوال اژانس د ورګډیدا لپاره اوس ضرورت نشته

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په روم کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي د شتون په رول باندې ټینګار سره وویل:د هغه شتون ګټور دی خو د خبرواترو په داخل کښې نه ځکه چې مونږ تراوسه داسې مرحلې ته نه یوو رسیدلي چې دغه کار ته ضرورت ووسي.

هغه پرون د ایټالیا په پلازمینې روم کښې د عمان په سفارت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا د غیر مستقیمو خبرواترو د دوهم پړاو له ختمیدا وروسته وویل په ایټالیا کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي شتون د ایران او د امریکا ترمینځ د نامخامخ خبرو اترو له ترسره کیدا سره په یووخت دی وویل طبیعي خبره ده چې په یوې احتمالي موافقې کښې به د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس رول مهم وي ځکه چې د اټومي پروګرام په حوزه کښې د ایران په ژمنو باندې د څارنې او د حقیقت د معلومولو مسوولیت د اټومي اژانس پرغاړه دی او مونږ هم بل هیڅ ارګان په دې هکله د حقیقت د معلومولو لپاره نه منو.

د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له شرطونو د خبرولو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران تراوسه په داسې موقعیت کښې نه دی چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس شتون ته ضرورت ولري البته کله نه کله د خبرو اترو په و خت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د کارپيژاندو لیدتوګي مرسته کولای شي.

عباس عراقچي دې ته په اشارې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په خپل نوښت او د ایټالیا له چارواکو سره د کتنې لپاره روم ته ورغلی او ظاهرا د امریکا له ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف سره یې هم کتنه کړي ده وویل دا خبره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر د خبرو اترو له بهیر څخه خبر کړی شي مثبته خبره ده او ما هم په تهران کښې له ګروسي سره کتنه لرله او شاید که چیرې ما په تهران کښې له رافائیل ګروسي سره کتنه نه وه کړي نو ما هم په روم کښې له هغه سره کتنه کوله.