پوتین د ايسټر پر مهال له اوکرايين سره د اوربند اعلان کړی
(last modified Sun, 20 Apr 2025 01:49:58 GMT )
Apr 20, 2025 06:19 Asia/Kabul
  • پوتین د ايسټر پر مهال له اوکرايين سره د اوربند اعلان کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چې په اوکرایین کې "ټول پوځي فعالیتونه ودروي" او په وينا يې دا ۳۰ ساعته د "ایسټر اوربند" به د یکشنبې تر پایه دوام وکړي.

خو ښاغلي پوتين ويلي چې روسي ځواکونه به د "هر ډول شونې سرغړونې" پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره چمتو وي.

بل پلو د اوکرایین ولسمشر ولودیمير زېلېنسکي ويلي چې کیېف به اوربند ته درناوی وکړي، خو مسکو یې په ماتولو تورن کړی دی.

نوموړي ويلي،"زموږ کړنې متقابلې دي او همداسې به وي. د ۳۰ ورځني بشپړ او بې شرطه اوربند وړاندیز لا هم پر مېز پروت دی. د دې ځواب باید مسکو ورکړي."

نوموړي زیاته کړې چې جګړه لا هم د روسیې په کورسک او بیلګورود سیمو کې روانه ده، او روسي ډرونونه لا هم کارول کېږي، خو ويلي يې دي چې ځینو سیمو کې جګړه لږ څه غلې شوې ده.

 

زېلېنسکي ويلي، اوکرایین چمتو دی چې اوربند تر ۲۰ اپرېل وروسته هم وغځوي، دا ښایي د امریکا هغه وړاندیز ته اشاره وي چې د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه یې کړې وه او اوکرایین ورسره همغږي ښودلې وه.

پوتین دا لنډمهالی اوربند د خپل لوی درستیز، والېري ګېراسیموف، سره د لیدنې پر مهال اعلان کړی دی.

پوتین ګېراسیموف ته ويلي، "د یشردوستانه دلایلو پر بنسټ... روسیه د ایسټر اوربند اعلان کوي. زه امر کوم چې په دې موده کې ټول پوځي فعالیتونه ودرول شي."

دا لومړی ځل نه دی چې په ناڅاپې ډول د جګړې بندېدو اعلان کېږي تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال جنورۍ کې د ارتوډوکس کرېسمېس پر مهال د اوربند هڅه شوې وه، خو دواړو خواوې هوکړې ته ونه رسېدې او اوربند ناکام شو.