د امریکا هاروارډ پوهنتون د ډونالډ ټرامپ له حکومت شکایت وکړ
(last modified Tue, 22 Apr 2025 07:00:44 GMT )
Apr 22, 2025 11:30 Asia/Kabul
  • د امریکا هاروارډ پوهنتون د ډونالډ ټرامپ له حکومت شکایت وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا هاروارډ پوهنتون د ولسمشر ډونالډ ټرامپ لخوا د میلیارډونو ډالره فیډرال بودجې د بندیدا د مخنیوي او د خپلې ازادۍ د ساتلو لپاره له حکومت څخه شکایت وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د هاروارډ پوهنتون ، د کولمبیا پوهنتون او د نورو پوهنتونونو په شان د پوهنتونونو حکومتي بودجې چې د هغه په اند د خپلو پوهنتونونو په فضا کښې له یهودیانو سره د مقابلې د مسلې په کنټرولولو کښې ناکامه وو غوڅې کړي دي.

د امریکا له ولسمشر ټرامپ څخه د هاروارډ پوهنتون په شکایت کښې چې د بوسټن فیډرال محکمې ته ورکړل شوی دي ویل شوي دي ډونالډ ټرامپ د امریکا په سترو پوهنتونونو کښې د پرمختللیو تحقیقاتو په بودجې باندې پراخه حمله پیل کړي ده ځکه چې هغه په پوهنتونونو کښې له یهودیانو سره د مقابلې د جرړه د ایستلو او د ایډیالوژیک تعصب د ختمولو کوشش کوي.

د امریکا د هاروارډ پوهنتون مشر «الن ام ګاربر»وویل  د دغه پوهنتون پرضد د حکومت د وروستیو اقداماتو او تاوتریخوالو زیاتول په دنیا کښې د امریکا د لوړو زده کړو د مقام ، د بیمارانو، محصیلینو ، استادانو ، کارکونکو او د محققانو لپاره حقیقي پایلې لري.

د امریکا  حکومت کوشش کوي چې د هیواد د زده کړې معتبر پوهنتونونه او مرکزونه له ځان سره غږمله کړي.