د امریکا د ولسمشر ټرامپ حکومت د نازي جرمني په شان دی
(last modified Tue, 22 Apr 2025 08:26:35 GMT )
Apr 22, 2025 12:56 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر ټرامپ حکومت د نازي جرمني په شان دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال ال ګور د ولسمشر ټرامپ حکومت له نازي جرمني سره ورته وباله او له واک څخه د ډونالډ ټرامپ د استفادې په هکله یې خبرداری ورکړ.

له نولس سوه درې نویم میلادي کال څخه تر دوه زره لومړي میلادي کال پورې د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلینټن مرستیال «ال  ګور» چې په «البرټ ارنولډ ګور جونیر» هم مشهور دی د اب وهوا د بدلونونو په هکله په یوې وینا کښې وویل د ټرامپ حکومت ټینګار لري د حقیقت داسې نسخه چې د دغه حکومت له اجنډا سره سمون لري وړاندې کړي چې له نولس سوه دیرشم څخه تر نولس سوه  څلویښتم میلادي کال پورې وختونو کښې د جرمني د ایډلف هیټلر په نازي ګوند کښې خپلو ورته هدفونو ته ورسیږي.

د ال ګور نیوکه په تیرو اونیو کښې د امریکا د پخوانیو  حکومتي چارواکو لخوا د ډونالډ ټرامپ د حکومت پرضد له سختو نیوکو څخه له ډکو حملو وروسته شوي ده.

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما هم په خپلې وروستۍ وینا کښې ویلي دي چې د امریکا د پوهنتونونو لخوا د فیډرال حکومت د ګواښونو په هکله زیات اندیښمن دی په تیره بیا دا چې د امریکا حکومت د هغو محصیلینو له ګواښلو چې د بیان د ازادۍ د حق غوښتونکي دي لاس نه اخلي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن مرستیالې کامالا هریس هم د ټرامپ حکومت د امریکا له اساسي قانون سره په توپیر لرونکو اقداماتو تورن کړ او ویې ویل د ډونالډټرامپ حکومت د ویرې د احساس د رامینځته کولو سبب کیږي.

د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې هیلاري کلنیټن هم په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل ټرامپ د امریکا قدرت کمزوری کوي او ملي امنیت ته ګواښ کوي.