چین له څو اړخیزه تجارتي سیسټمونو د اروپا د ملاتړ غوښتنه وکړه
(last modified Wed, 23 Apr 2025 00:24:39 GMT )
Apr 23, 2025 04:54 Asia/Kabul
  • چین له څو اړخیزه تجارتي سیسټمونو د اروپا د ملاتړ غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د باندنیو چارو وزیر« وانګ يي» د امریکا له تعرفو سره د مقابلې لپاره د هڅو په بهیر کښې له انګلستان او اروپايي اتحادیې وغوښتل د څو اړخیزه تجارتي سیسټمونو ساتنه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون د انګلستان د بهرنیو چارو له وزیر ډیویډ لیمې سره په ټيلي فوني تماس کښې  وویل امریکا له تعرفو څخه په نورو هیوادونو باندې د بې امانه حملو لپاره د وسلې په توګه استفاده کوي او د تجارت د نړیوالې موسسې د قوانینو خلاف ورزۍ کوي او د نورو هیوادونو جایزې ګټې او حقوق کمزوري کوي.

هغه  ټینګار وکړ چین او بریتانیا مسوولیت لري چې د بې کنټرول یواړخیزه بدمعاشۍ په مقابل کښې نړیوال نظم وساتي.

د چین خارجه وزیر وانګ یی زیاته کړه  د انګلستان او د چین مسوولیت دا دی چې د څو اړخیزه تجارتي سیسټمونو حفاظت وکړي.

هغه دغه راز د اسټریا هیواد له خارجه وزیر «بیت ماینل رایزینګر» سره په ټیلي فوني خبرو کښې له اروپايي اتحادیې وغوښتل چې د څو اړخیزه تجارت دفاع وکړي.

امریکا د چین په جوړو شیانو یوسل پینځه څلویښت فیصده تعرفي یعني مالیات لګولي او چین هم په غچ اخیستونکي اقدام کښې د امریکا په جوړو شیانو یوسل پینځویشت فیصده تعرفي لګولي دي.

دغه راز د چین ولسمشر شي جینپینګ هم په پیکینګ کښې د اسپانیا له لومړي وزیر پیډرو سانچز سره په کتنه کښې ویلي وو چې چین او اروپايي اتحادیه باید د نړیوالیدا دفاع وکړي.

د اروپا د کمیسیون مشرې اورسلا فون ډر لاین هم پرون د امریکا د ولسمشر ټرامپ د تعرفو له لګولو وروسته له امریکا سره د تجارتي جنګ په بهیر کښې وویل دنیا له مونږ سره د همکارۍ لپاره صف جوړ کړی دی.