تعلیم یوازې علم نه دی، بلکې مهارت، باور او عقیده ده
Apr 23, 2025 14:43 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، موږ نه غواړو چې زموږ د هېواد راتلونکی نسل د تعلیم له پلوه له نورو هېوادونو وروسته پاتې شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکتر مسعود پزشکیان د طبي علومو د ملي کنفرانس په غونډه کې وویل: دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده چې زموږ راتلونکی نسل د تعلیم له پلوه زموږ له ګاونډیو هېوادونو څخه وروسته پاتې شي.
هغه زیاته کړه، تعلیم یوازې علم نه دی، بلکې مهارت، باور او عقیده ده؛ تعلیم دا دی چې زه پوه شم، وغواړم او وکولای شم چې د خپلو خلکو، هېواد او نړۍ لپاره، د ټولو انسانانو د روغتیا لپاره، پرته له کوم لید او باور، یو څه وکړم.
د ایران ولسمشر وویل: هغه میتودونه چې اوس په تعلیم کې کارول کېږي، هغه میتودونه نه دي چې موږ یې په ښوونځیو کې تدریسوو.
ټیګونه