د پاکستان ولسمشر د هندوستان د تیري په هکله خبرداری ورکړ
(last modified Fri, 25 Apr 2025 06:43:22 GMT )
Apr 25, 2025 11:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان ولسمشر د هندوستان د تیري په هکله خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د سیلانیانو پرضد له مرګونې حملې وروسته د اسلام اباد پرضد تورونه بې اساسه وبلل او خبرداری یې ورکړ چې پاکستان هر ډول خارجي ګواښ او تیري ته سمدستي ځواب ورکولو ته تیار دی.

اصف علي زرداري د سیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سره په کتنه کښې د ملي امنیت د کمیټۍ له فیصلو چې پرون یې په اسلام اباد کښې غونډه کړي وه خبر شو او د پاکستان له غچ اخیستونکو اقداماتو څخه یې خپل پریکنده ملاتړ اعلان کړ.

د پاکستان ولسمشر اصف علي  زرداري وویل د هیواد امنیت او دفاع ماتي نه خوړونکي ده او وسله وال ځواکونه د خلکو په څنګ کښې هر ډول خارجي تیري ته سمدستي ځواب ورکولو لپاره تیار دي.

زرداري په هغه څه چې د هندوستان غیر منطقي اقدامات یې وبلل نیوکه وکړه او ویې ویل د نوي ډیلي تورونه بې اساسه او بې بنسټه دي.

هندوستان وايي چې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې په سیلانیانو باندې برید کښې پاکستان لاس لري.

د هندوستان کابینې د کشمیر برید ته په خپل لومړي غبرګون کښې د «سند طاس» د تړون په نوم له پاکستان سره د اوبو تړون وځنډوه او دغه راز د پاکستان د ښاریزو په تیره بیا د پاکستان د پوځي او دفاعي اتاشیانو له هیواد څخه د وتلو حکم یې ورکړ او د پاکستان پرمخ یې خپل «اتاري» رسمي سرحد هم بند کړ.

د پاکستان ملي امنیت کمیټۍ هم پرون د هندوستان اقداماتو ته په ځواب کښې د هندوستان د الوتکو د ټولو الوتونو پرمخ د خپل هوايي حریم د سمدستي بندولو په ترڅ کښې« واګه» سرحدي لاره هم  وتړله.

دغه راز د پاکستان خارجه او دفاع وزیرانو په اسلام اباد کښې په یوه خبري کانفرنس کښې وویل د پاکستان پرمخ د اوبو د بندولو لپاره د هندوستان د اقدام په بڼه کښې به دغه کار د جنګ په توګه وګڼل شي.