روسیې د اوکراین په کامل ډول نه نیولو سره ستر امتیاز ورکړی
(last modified Fri, 25 Apr 2025 08:11:19 GMT )
Apr 25, 2025 12:41 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین په کامل ډول نه نیولو سره ستر امتیاز ورکړی

ایرنا خبري اژانس نن د« یورو نیوز» ټيلي ويژن په قول راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یو لړ څرګندونو کښې په جنګ کښې د اوکراین په نسبت د روسیې برتره قدرت ته په اشارې سره ټینګار وکړ

روسیې د اوکراین په کامل ډول له نیولو په ډډه کولو سره سولې ته د رسیدا لپاره ستر امتیاز ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په سپينه ماڼۍ کښې د ناروې له لومړي وزیر« یوناس ګار اسټوره» سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې روسیه او اوکراین دواړه سوله غواړي وویل سره له دې که چیرې ماسکو او کي یف د جنګ د ختمیدا لپاره زمونږ غوښتنې ته اهمیت ورنکړي ممکنه ده چې  مونږ خپل کړچار په پام وړ ډول بدل کړو.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په دوام کښې د پام وړ هغه  دباو ته چې په ماسکو یې راوړلی دی اشاره وکړه او ویې ویل همدغه فشار سبب شوی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین همدا اوس خبرو تره  حاضر شي.

هغه دغه راز په دې خبرې سره چې زما په اند د روسیې ولسمشر پوتین یوې موافقې ته د رسیدا غوښتونکی دی وویل زر به سولې ته د رسیدا لپاره د خپلو هڅو نتیجه وویني خو یوې موافقې ته رسیدل په جنګ کښې د دواړو لورو موافقت ته ضرورت لري او د یوه لوري موافقت کافي نه دی.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپلو انتخاباتي سیالیو کښې ژمنه کړي وه چې د اوکراین جنګ په څلرویشتو ساعتونو کښې پاې ته ورسوي.

خو د اوکراین جنګ تراوسه نه دی ختم شوی او په دې هکله هڅې روانې دي.