له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره ګډه ملګرتیا ډیره ضروري ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له ټروریزم سره د ګډې مبارزې پرضرورت باندې ټینګار سره وویل
وروستیو پیښو د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره د مقابلې او د ترهګرو ډلو د مالي او د وسله والو بیخ بنایانو د له مینځه وړلو لپاره د سیمې د ډیرو ملګرتیاو ضرورت دوه برابره کړی دی او باید خپله ټوله هڅه په سیمه کښې د سولې ، امنیت او د ارامښت تثبیت ته واړوو.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په خبرو کښې د هند په کوچنۍ وچه یعني برصغیر کښې په وروستیو ترهګرو پیښو باندې د ژورې اندیښنې په ښودلو سره د کشمیر په پهلګام سیمه کښې له ترهګرې حملې وروسته د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د تاوتریخوالو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل له بده مرغه دا ډول ترهګر اقدامات چې پرله پسې د سیمې ملتونه قرباني کوي نه یوازې د بې ګناه خلکو ژوند اخلي بلکې د سیمې د هیوادونو ترمینځ د اختلاف او د نوي تاوتریخوالي سبب هم کیږي.
هغه په دوام کښې د پاکستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د زړو او د دوستانه اړیکو په قدرونې سره وویل مونږ پاکستان خپل دوست او ورور هیواد ګڼو او زمونږ اړیکې تل د ښه ګاونډیتوب ، د متقابل درک او ګډو ګټو ته د احترام پراساس وې او دی او د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د ناوړه تفاهماتو او د تاوتریخوالو له کمولو سره د هر ډول مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په راتلونکو میاشتو کښې په تهران کښې د پاکستان او د ایران د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیسیون د دوه ویشتمې غونډې د ترسره کولو لپاره پلانونې ته په اشارې سره هیله وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادي ظرفیتونه له مخکې څخه زیات فعال شي او د اقتصادي ، تجارتي او د بیخ بنايي ملګرتیاو سویه هم پراخه شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د سیمې مسائیلو ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د پام کولو او د ټیلي تماس له نیولو د قدرونې په ترڅ کښې دغه اهتمام د سیمې د هیوادونو او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د وروګلویزو پیوندونو د ژورتیا نښه وبلله.