لویدیځو هیوادونو له ایران څخه د هیوادونو ویرولو ته لمن وهلي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له ایران څخه د هیوادونو ویرول او له افریقا څخه ځان لیرې ساتل
د ایران او د افریقا د اړیکو د پراختیا په لاره کښې دوه داسې مهم چیلنجونه دي چې د لویدیځو هیوادونو لخوا ورته لمن وهل کیږي وویل د ارتباطاتو او د تګ راتګ په زیاتولو سره کولای شو د دواړو لورو په ظرفیتونو او واقعیتونو پوه شو چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د افریقا د لوې وچې ترمینځ د ملګرتیاو د زیاتیدا کتونکي ووسو.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف په تهران کښې د افریقا او د ایران د اقتصادي ملګرتیاو په دریمې غونډې کښې د ګډون کونکو پلاویو له مشرانو سره په غونډه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د افریقا لویه وچه د دنیا په راتلونکي کښې د پراختیا یو مهم قطب دی جوته کړه له افریقايي هیوادونو سره په ټولو برخو کښې په لوړه سویه د صمیمانه ملګرتیاو او د اړیکو د پراخولو سټراټيژۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجي سیاست په اجنډا کښې شامله ده.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف په تیرو پیړیو کښې له افریقايي هیوادونو سره د ایران د زړو تعاملاتو مخینې ته په اشارې سره وویل د افریقا او د ایران د اړیکو اوږده مخینه له دغه لرغوني وچې سره د ایران د اړیکو د پراخولو لپاره یوه پانګه او ملاتړ دی.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د انقلابي ، عالمو او ښو ځواکونو او د خلکو د شتون په برکت او په داخلي ځواکونو او سرچینو باندې په تکیې کولو سره د امریکا له ظالمانه او غیر قانوني بایکاټونو سره سره ارزښمنې بریاوې لرلي دي وویل نن سبا په داخلي تولیداتو باندې تکیې کولو سره د کرهڼې ، د صنعت، د علم او د ټیکنالوژۍ او په تیره بیا د پرمختللیو ټیکنالوژیو په محصولاتو کښې په ځان باندې د تکیې کولو په حالت کښې یوو او د ټیکنالوژۍ ښو پرمختګونو د ایران اسلامي جمهوریت ته ښه موقعیت ورپه برخه کړي دی او ایران یې په داسې مقام کښې وروستلی دی چې له کومې تمې پرته له ایران سره د اړیکو پراختیا ته د لیواله او د دوستو هیوادونو ضرورتونه پوره او تامین کړي.