د غزې د زرګونو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی
پارس ټوډې - د ناصر روغتون د ماشومانو د څانګې رئیس احمد الفرا ټینګار وکړ: روغتیايي وضعیت یوې ناوړه کچې ته رسېدلی دی چې د بېساري خوراکي او روغتیايي نظام د سقوط په سیوري کې، د زرګونو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ الفارا وویل: غزه له خطرناک روغتیايي بحران سره مخ ده او د ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ پېښې په وروستیو اونیو کې زیاتې شوې دي.
د ناصر روغتون د ماشومانو د څانګې رئیس زیاته کړه: روغتیايي راپورونه ښيي چې د جګړې له پیل راهیسې د لوږې او خوارځواکۍ له امله له ۵۲ څخه زیات ماشومان مړه شوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو راپورونه وايي په غزه کې ۲ میلیونه او ۴ لکه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او دا د بشري وضعیت له چټک خرابېدو سره مل دی.
الفرا ټینګار وکړ: شیدې خوړونکي ماشومان تر ټولو زیات زیان ویني، ځکه دوی په عمومي ډول د خپلو میندو شېدو پورې تړلي دي او د میندو د خوارځواکۍ له امله، د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کېږي؛ په ځانګړې توګه دا چې د وچو شیدو پوډر هم کم پیدا کېږي او په بازار کې یې بیه هم ډېره لوړه ده.
د غزې په سویل کې د ناصر روغتون د ماشومانو د څانګې رئیس په غزه کې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د ملګرو ملتونو او روغتیايي او بشري بنسټونو سمدستي مداخلې غوښتنه وکړه او ویې ویل: د غزې ناوړه وضعیت د ژوندونو د ژغورنې لپاره، مخکې له دې چې وخت له لاسه ووځي، سمدستي اقدام ته اړتیا لري.