د روسیې او د اوکراین ترمینځ له نن څخه اوربند پیل شو
(last modified Thu, 08 May 2025 05:21:11 GMT )
May 08, 2025 09:51 Asia/Kabul
  • د روسیې او د اوکراین ترمینځ له نن څخه اوربند پیل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې او د اوکراین ترمینځ اوربند له نن څخه پیل شو او دغه اوربند به د مي د میاشتې د لسمې نیټې تر نیمې شپې پورې دوام ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل د اوربند په بهیر کښې به د اوکراین کړچار ازمویل شي چې د اوږدې مودې اوربند د ټینګولو لپاره  به لاره ولټول شي.

د روسیې د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وویل که چیرې اوکراین په اوربند باندې عمل ونکړي نو ماسکو به متناسب ځواب ورکړي.

روسیې د روان میلادي کال د اپریل په نولسمه نیټه هم د «ایسټر» اختر په مناسبت له اوکراین سره اوربند کړی و.

په اوکراین کښې جنګ امریکا ، بریتانیا، فرانسې ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو رامینځته کړی دی چې د روسیې اقتصاد تباه کړي او دغه اروپايي هیوادونه خپلو هدفونو ته ورسیږي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپل انتخاباتي کمپاین کښې په ځلونو ادعا کړي وه که چیرې زه بیا ځلې ولسمشر شم نو د اوکراین جنګ به په څلرویشتو ساعتونو کښې پاې ته ورسوم خو د اوکراین جنګ اوس هم دوام لري او ټرامپ په خپلې ژمنې پوره کولو کښې ناکامه شوی دی.