د ایران اسلامي جمهوریت د یورانیمو د پخولو په حق ټینګار لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران او د عربو د خبرو اترو په غونډې کښې په وینا کښې وویل ایران د یورانیمو د پخولو په شمول له اټومي انرژۍ د سوله ئیزې استفادې لپاره په خپل حق ټينګار لري.
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو جوړول او کارول حرام ګڼي او تهران د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي ژمن غړی دی خو له دې سره په یووخت د یورانیمو د پخولو په شمول له اټومي انرژۍ د سوله ئیز استفادې لپاره په خپل حق ټینګار لري.
د قطر پلازمینه دوحه د روان هجري لمریز کال د غوايي د میاشتې له شلمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې په روان کال کښې د یوې تر ټولو مهمې ډيپلوماټیکې غونډې کوربه ده.
د ایران او د عربو هیوادونو د خبرو اترو د کانفرنس څلورم پړاو د پیاوړي اړیکو او د متقابلو ګټو په نوم سره د ایران د خارجي اړیکو د سټراټيژیکې شورا او د الجزیرې د مطالعاتو د مرکز لخوا په ګډه ترسره کیږي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د پیاوړي اړیکو او د ګډو ګټو په نوم سره په خپلې وینا کښې په دغه غونډې کښې وویل ډیر خوشحاله یم چې نن د پیاوړي اړیکو او د ګډو ګټو په نوم د ایران او د عربو هیوادونو د خبرو اترو په څلورمې غونډې کښې د عربي نړۍ او د ایران ترمینځ د تفاهم او تعامل د ښه کیدا لپاره د سیمې له متفکرانو او شخصیتونو سره د نظر د تبادلې او د خبرو اترو لپاره یو فرصت برابر شوی دی.
هغه وویل له شک پرته د تاریخ په اوږدو او د ستر اسلامي تمدن په چوکاټ کښې د عربي دنیا او د ایران ښو اړیکو ټولې دنیا او اسلامي تمدن ته ارزښمنې بریاوې ډالۍ کړي دي کوم چې همدا اوس ګډ اسلامي میراث ګڼل کیږي او زمونږ د فخر سبب دی.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل زمونږ سیمه چې له تیرو وختونو راهسې د بډایه کلتورونو او د لوړو تفکرونو د لرغونو تمدنونو زانګو ده نن له بل هر وخت څخه زیات متقابلې ملګرتیا او د پیوستون تفاهم ته ضرورت لري.
هغه په پاې کښې وویل که چیرې له امریکا سره د ایران د خبرو اترو هدف اټومي وسلو ته د ایران په نه رسیدا باندې د ډاډ ترلاسه کول وي نو دغه ډاډ شته او یوې موافقې ته رسیدل کاملا امکان لري او که چیرې هدف له خپلو حقوقو د ایران محرومول او نورې غیر منطقي او غیر واقعي غوښتنې وي نو په صراحت سره وایو چې د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله د ایران د ویاړمن ملت له هیڅ حقوقو شاتګ ونکړي.