له اسنیپ بیک څخه ناوړه استفاده به د تاوتریخوالو سبب شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټینګار وکړ د اټومي تړون ټولو لاسلیک کونکو هیوادونو ته مو خبرداری ورکړی دی په اتومات ډول د بایکاټونو د بیرته ستنیدا له سازوکار یعني سنیپ بیک(snapback) څخه هر ډول ناوړه استفاده به یوشمیر پایلې ولري
او دغه کار به نه یوازې په اټومي موافقې کښې د اروپا د رول د ختمیدا سبب شي بلکې ممکنه ده د داسې تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي چې د هغو د بیرته ستنیدا تصور نشته.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼه کښې ولیکل ایران خپل دریځ په روښانه ډول اعلان کړی دی او مونږ په رسمي ډول د نړیوالو اټومي موافقې برجام ټولو لاسلیک کونکو هیوادونو ته خبرداری ورکړی.
عراقچي زیاته کړه درې اروپايي هیوادونه بریتانیا ، فرانسه او جرمني باید له ځانونو پوښتنه وکړي چې په کوم ډول یې کار له بندون سره مخامخ کړی دی.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل له روسیې او چین سره له وروستیو سلامشورو وروسته مو په اړیکو کښې د نوب باب د پیلولو لپاره بریتانیا ، فرانسې او جرمني ته د سفر لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
دغه نوښت د خارجه وزیرانو د مرستیالانو په سویه د مقدماتې خبرو اترو د ترسره کیدا سبب شو ماتیدونکی پیل خو هیلی بښونکی .
هغه وویل سره له دې وخت په چټکۍ سره تیریږي.