د امریکا ګډوډ او کاږه دریځونه د خبرو اترو فضا خرابوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال مجید تخت روانچي» له ایران سره د خبرو اترو د بهیر په هکله د امریکا ګډووډو دریځونو ته په اشارې سره وویل:
د امریکا ګډوډ ، متضاد او کاږه واږه دریځونه د خبرو فضا ګډوډوي په دې معنا چې هیڅوک ډاډ نشي لرلی یا ووایی چې دغه موضوع اغیز نلري.
هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د خبرو اترو میز ته د ستنیدا او له ډيپلوماسۍ څخه کار اخیستلو ته د اروپايي هیوادونو د ارادې په هکله وویل د ایران او د امریکا د خبرو اترو له پیلیدا راهسې مونږ په کامل ډول اروپايي هیوادونه د خبرو له روان بهیر څخه خبر کړي دي او له هغوې سره مو پرله پسې مشورې هم کړي دي که هغه د مرستیالانو په سویه دي او که په تهران کښې وي.
د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو له هر پړاو وروسته مو د سفیرانو په سویه اروپايي هیوادونه له دغو خبر خبر کړي دي.
مجید تخت روانچي وویل حتی مخکې له دې چې له امریکا سره د ایران غیر مستیقمې خبرې پیل شي په نیویارک او جینیوا کښې مو له اروپايي هیوادونو سره کتنې لرلي په هر حال اروپا کولای شي له ډيپلوماټیک سیاسي بهیر ملاتړ وکړي او تر ټولو ښه روده همدا ده.
د ایران د خارجه وزیر مرستیال مجید تخت روانچي وویل هغه موضوع چې د ایران لپاره اهمیت لري دا ده چې د خبرواترو له کوټۍ څخه بهر خبرې ونکړو او ځینې وختونه امریکا ترجیح ورکوي دا ډول عمل وکړي خو مونږ باید ووینو چې واشنګټن به په عمل کښې څه اقدامات وکړي او طبیعتا مونږ به هم ضروري فیصله ترسره کړو.
هغه وویل هغه شی چې ډير پریکنده دی دا دی چې د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي پراساس د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په هکله زمونږ دریځ ډیره روښانه دی او د خبرو اترو په کوټه او هم په ښکاره ډول د یورانیمو د پخولو په هکله دغه موضوع په صراحت سره بیان کړي ده.