یو اړخیز بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160352
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو حقوقي مرستیال پرون وویل: یو اړخیزه بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه ده او د قربانیانو لپاره عدالت ته لاسرسی یې ورک شوې حلقه ده.
(last modified 2025-05-21T01:37:37+00:00 )
May 21, 2025 06:05 Asia/Kabul
  • یو اړخیز بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه ده

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو حقوقي مرستیال پرون وویل: یو اړخیزه بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه ده او د قربانیانو لپاره عدالت ته لاسرسی یې ورک شوې حلقه ده.

کاظم غریب آبادي، د تهران په نړیوال یو اړخیزه بندیزونو کنفرانس کې، د یو اړخیزه جبري اقداماتو د بشري حقونو په برخه کې د منفي اغېزو په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي آلنا دوهان سره په خپلې لیدنې کې، په دې باندې په ټینګار سره چې یو اړخیزه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال حقوقو خلاف دي وویل: هغه حکومتونه چې یو اړخیزه بندیزونه لګوي، د بندیز لاندې خلکو د بشري حقونو په نقض سره د دې غیرقانوني اقداماتو له لارې مسئول دي او باید ځواب ویونکي وي.