په ایران کې د یورنیموله بډایولو د لویدیځ د ویرې راز
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160382-په_ایران_کې_د_یورنیموله_بډایولو_د_لویدیځ_د_ویرې_راز
ولې لویدیځ په ایران کې د غني کولو مخالف دی؟ هغه پوښتنه چې نه یوازې یوه علمي او تخنیکي مسله ده، بلکې یوه سیاسي، تمدني او حتی کلتوري مسله هم ده؛ یوه داسې موضوع چې له کلونو راهیسې یې د ایران او لویدیځ پر اړیکو سیوری غوړولی او په نننۍ نړۍ کې د قدرتونو ترمنځ د ټکر یوه له اصلي کرښو ده.
(last modified 2025-05-21T09:10:58+00:00 )
May 21, 2025 13:33 Asia/Kabul
  • په ایران کې د یورنیموله بډایولو د لویدیځ د ویرې راز

ولې لویدیځ په ایران کې د غني کولو مخالف دی؟ هغه پوښتنه چې نه یوازې یوه علمي او تخنیکي مسله ده، بلکې یوه سیاسي، تمدني او حتی کلتوري مسله هم ده؛ یوه داسې موضوع چې له کلونو راهیسې یې د ایران او لویدیځ پر اړیکو سیوری غوړولی او په نننۍ نړۍ کې د قدرتونو ترمنځ د ټکر یوه له اصلي کرښو ده.

 

ولې لویدیځ په ایران کې د یورانیمو د غني کولو مخالف دی؟ هغه موضوع  چې له سیاسي او تخنیکي شخړو هاخوا  د خپلواکۍ، پراختیا او د نړۍ د راتلونکي په اړه د دوو لیدلورو ټکر ته ورګرځي. په دې تحلیلي پروګرام کې، په  مستند او کارپیژاندنې  لید سره د دې جنجالي بحث پټ پرتونه څیړو  او دې اساسي  پوښتنې ته ځواب وایو: ایا ایران حق نلري چې د علم او ​​پرمختګ په لاره کې ګام  پورته کړي؟

ولې لویدیځ په ایران کې د غني کولو مخالف دی؟ هغه  پوښتنه چې نه یوازې یوه علمي او تخنیکي مسله ده، بلکې یوه سیاسي، تمدني او حتی کلتوري مسله هم ده؛ یوه داسې موضوع چې له کلونو راهیسې یې د ایران او لویدیځ پر اړیکو سیوری غوړولی او په نننۍ نړۍ کې د قدرتونو ترمنځ د ټکر یوه له اصلي کرښو ده.

د ایران د اټومي موضوع کیسه د نن یا پرون کیسه نه ده. له هغو لومړیو ورځو راهیسې چې ایراني پوهانو د اټومي علم لاره په ورو خو هیله مندانه ګامونو سره پیل کړه، تر ننه  چې د یورانیمو غني کول په دې هیواد کې د ملي پرمختګ یو له مهمو سمبولونو ګرځیدلی، لویدیځ تل سخت  غبرګونونه ښودلي دي.

ولې؟ ایا دا یوازې د اټومي وسلو په اړه اندیښنه ده؟ یا د دې قضیې تر شا ژور دلیلونه شته چې د ایران هویت، خپلواکۍ او په نړۍ کې د هغه مقام سره تړاو لري؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره، مونږ باید یو څه شاته لاړ شو. په شلمه پیړۍ کې، په ځانګړې توګه له  دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، اټومي ټیکنالوژي د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ یو له اصلي برخو شوه. د اټومي انرژۍ کشف او پراختیا نه یوازې د انرژۍ تولید او علمي پرمختګ لپاره بې ساري ظرفیتونه برابر کړل، بلکې د نړۍ امنیتي او سیاسي معادلې یې هم بدلې کړې. هغه هېوادونه چې د دې ټکنالوژۍ په ترلاسه کولو کې بریالي شول، په مؤثره توګه د پرمختللو او ځانګړي ټکنالوژۍ د مالکینو په کلب کې شامل شول او ویی کولای شول چې په نړیوال ځواک جوړښت کې خپل مقام لوړ کړي. او دا ټیکنالوژي وروسته د ملي واک سمبول او په نړیوال سیاست کې په  یوې پریکنده او ټاکونکي  وسیلې بدله شوه، چې په دې ډګر کې د هغې شتون یا نه شتون د نړۍ په کچه د هیوادونو لخوا لوبول شوي رول کې د پام وړ توپیر رامینځته کړ.

ایران یو داسې هیواد دی چې زرګونه کاله تاریخ او سابقه لري او ژورې ریښې او تمدن لري، چې د تاریخ په ډیرو وختونو کې د سیمې او نړۍ د تاریخ او کلتور یو له اصلي لوبغاړو دی. دا ځمکه نه یوازې د طبیعي سرچینو او پراخو زیرمو له پلوه د نړۍ له کم سارو  هیوادونو ده، بلکې ځوان، تعلیم یافته او تخلیقي نفوس هم لري چې د هیواد راتلونکي لپاره یې ارزښتناکه بشري پانګه رامینځته کړې ده. په داسې شرایطو کې، بنسټیزه پوښتنه راپورته کیږي: ولې هغه  هیواد چې دومره بډایه تاریخي، جغرافیایي او بشري سرچینې لري، باید د نوي پوهې په لور ګامونه پورته نه کړي، په ځانګړې توګه د پرمختللو ټیکنالوژیو لکه اټومي ټیکنالوژۍ، او د نړۍ د علمي او اقتصادي پرمختګ کې خپله ونډه وغواړي؟ ایا دا د ایرانیانو لپاره منطقي ده چې یوازې د نورو هیوادونو د ودې او پرمختګ نندارچیان وي؟ یا دا د دوی نه جلا کیدونکی حق دی چې د ستراتیژیکو ټیکنالوژیو لرونکو هیوادونو په کلب کې شامل شي، په خپلو داخلي وړتیاوو او ظرفیتونو تکیه وکړي، او د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره روښانه او خپلواک راتلونکی رامینځته کړي؟

 

لویدیځ له اوږدې مودې راهیسې د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ انحصار د خپل غوره والي اصلي وسیله ګڼلې ده. لکه څنګه چې تیل په ۱۹ او ۲۰ پیړیو کې د صنعتي انقلاب انجن و، نن غني شوي یورانیم او اټومي ټیکنالوژي د ډیرو راتلونکو ټیکنالوژیو لپاره کلیدي دي.

د پاکې انرژۍ تولید، د راډیو درمل جوړولو تولید، د کرنې، صنعت او حتی فضا - دا ټول د غني کولو او د اټومي سونګو څرخې  پورې اړه لري. دې پوهې ته په  لاسرسي سره به ایران له یوازې واردونکي څخه په یوه خپلواک لوبغاړي او حتی د ټیکنالوژۍ صادرونکي بدل شي. او دا هغه ټکی دی چې لویدیځ یې د "ګواښ" په توګه ګوري.

په حقیقت کې، د ایران لخوا د غني کولو ټیکنالوژۍ ترلاسه کول یوازې د بریښنا فابریکو لپاره د سونګو توکو تولید نه دی، بلکې د ماډرن  علومو دروازې هم پرانیزي. لکه څنګه چې د لویدیځ صنعتي انقلاب په  تیلو او ډبرو سکرو سره پیل شو، راتلونکی په  هغو هیوادونو پورې اړه لري چې په نوي انرژۍ او پرمختللو ټیکنالوژیو کې غوره  او سرخیل وي .

په وروستیو کلونو کې، مونږ په وار وار لیدلي چې لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې ایران دې ته اړ کړي چې د غني کولو پروګرام ودروي یا محدود کړي. د بندیزونو، فشارونو، تخریبي خبرو اترو، او حتی پوځي ګواښونو سره.

ایا دا ټول یوازې د ژواک  چاپیریال یا امنیتي اندیښنو لپاره دي؟ یا دا ویره ده چې ایران به نړۍ ته د علمي ځواک او د لویدیځ انحصار له پولو د تیریدو یوه نمونه وړاندې کړي؟

حقیقت دا دی چې د یورانیمو غني کول یوازې یوه علمي  پروسه نه ده؛ دا د ملي خپلواکۍ او ځان بسیاینې سمبول دی. لویدیځ، په ځانګړې توګه امریکا تل هڅه کړې چې د ناپییلو هیوادونو د کنټرول لپاره د علمي او اقتصادي انحصار له وسیلو کار واخلي. خو د غني کولو په بشپړ څرخې  باندې د ایران کنټرول، یعنې د لویدیځ له اړتیا پرته د خپلو بریښنا فابریکو لپاره د اړتیا وړ سونګو تولید؛ او دا  د "ټیکنالوژیکي انحصار" ستراتیژۍ د ناکامۍ معنی لري.

په نننۍ نړۍ کې، ټیکنالوژیکي خپلواکي د اقتصاد او ملي امنیت تر شا محرک ځواک دی. هغه  هیواد چې په لویدیځ پورې تړلی نه وي، کولی شي د بندیزونو او فشارونو له اندیښنې پرته خپله پراختیایي لاره او خپلواکه پالیسي تعقیب کړي. د داسې یوې لید لوري په چوکاټ کې، ایران، د فشار په وړاندې مقاومت کولو سره، نورو هیوادونو ته ښیي چې خپلواکي ترلاسه کېدای شي.

: له دې نظره  لویدیځ ایران نه یوازې د یوه سیمه ایز هیواد په توګه بلکې د پراختیایی  هیوادونو لپاره د یوه  خطرناک "ماډل" په توګه ګوري. هر هغه هیواد چې د ټیکنالوژیکي خپلواکۍ لاره غوره کوي، کولی شي د لوبې قوانین بدل کړي.

 

نن ایران یوازینی هیواد نه دی چې اټومي ټکنالوژي لري بلکې  په خپل اسلامي-انقلابي هویت او تمدني ملاتړ په تکیه کولو سره، دا د هغو ملتونو لپاره یو الهام بخښونکی ماډل دی چې د لویو قدرتونو تر تسلط لاندې د ویاړ او پرمختګ لاره لټوي.

لویدیځ، په ځانګړې توګه د اسلامي انقلاب له تجربې وروسته، ښه پوهیږي چې په دې برخه کې د ایران بریالیتوب کولی شي په اسلامي نړۍ او له هغې هاخوا کې د بیدارۍ او ځان باور څپې راوپاروي. هغه ملت چې په خپل داخلي ځواک او ځای  پوهې تکیه کوي، خپله لاره له سلطه پالو قدرتونو  جلا کوي.

نن د سیمې په ډیرو هیوادونو کې، ځوانان او پوهان  د ایران تجربی ته په کتو سره  د علم  او ​​پرمختګ لاره تعقیبوي. هغه  ماډل چې دوی ته ښیي چې لویې لاسته راوړنې پرته له دې چې په لویدیځ تکیه وکړي ترلاسه کیدی شي.

د لویدیځ، په ځانګړې توګه د امریکا او ځینو عربي متحدینو د حساسیت یو بل دلیل، په سیمه کې د ځواک د توازن د ګډوډیدو په اړه اندیښنه ده. لویدیځه آسیا د سرچینو له پلوه بډایه سیمه او د نړۍ ستراتیژیک مرکز دی. په  اټومي پوهې د ایران تسلط په سیمه ایزه او نړیواله کچه د ایران د نفوذ او  چانې وهلو قدرت د زیاتوالي په معنی دی.

د ځینو عربي هېوادونو په شمول  د ایران د سیمه ییزو سیالانو لپاره د ایران علمي پرمختګ په سیمه ییزه سیالۍ کې د شاته پاتې کېدو معنی لري. له همدې امله، دوی له  لویدیځ سره یوځای، هڅه کوي چې د  ایران د اټومي څرخې  د بشپړولو مخه ونیسي.

نن د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي ټیکنالوژۍ په برخه کې په  پرمختګ سره، نه یوازې د اسلامي هیوادونو په منځ کې، بلکې په نړیواله کچه هم خپل مقام لوړ کړی دی. همدا موضوع شبب شوی ده چی  له اسلامي ایران سره د لویدیځ ستراتیژي د تعامل پر ځای ،  ښکیلتیا  وګرځي .

په ایران کې د غني کولو کیسه تل له ډیپلوماټیکو لوړو او ژورو سره مل وه. د سعد آباد خبرو اترو او جینوا تړون نیولې تر برجام  او د امریکا یو اړخیز وتلو پورې، د چانې وهلو اصلي محور د ایران  د یورانیمو د بډایولو حق دی .  

لویدیځ، په ځانګړې توګه متحده ایالات، په ظاهره د اټومي وسلو له خپریدو سره د مبارزې شعار ورکوي، خو په عمل کې، هغه هیوادونه چې خپل متحدین ګڼي، له دې قاعدې ایستل کیږي. یوه بیلګه یې صهیونیسټ رژیم دی، چې نه د NPT غړی دی او نه هم د اژانس  تر څارنې لاندې دی، خو پرې هیڅ فشار نه راځي.

دا دوه ګونی چلند د ایران د غني کولو په وړاندې د لویدیځ د مخالفت د سیاسي ماهیت یو له مهمو نښو دی. تخنیکي اندیښنې یا امنیتي اندیښنې نه، بلکې د خپلواکۍ او د رول ماډل کیدو لپاره سیالي.

د ایران د اسلامي جمهوریت معظم لارښود حضرت  ایت الله خامنه ای په وار وار ټینګار کړی چې اټومي موضوع یوازې یوه ټکنالوژي یا صنعت نه ده، بلکې د ملي وقار او هویت یوه مورچه  ده.  دوی  تل د یورانیمو غني کولو په شمول پرمختللو ټیکنالوژیو ته د لاسرسي لپاره د ایراني ملت پر نه جلا کېدونکي حق ټینګار کړی دی، او په خپلو ویناوو او رسمي بیانونو کې یې غني کول نه یوازې یوه تخنیکي مسله ګڼلې، بلکې د خپلواکۍ، ملي وقار او د ایراني ملت د مشروع حقوقو سمبول ګڼلی دی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې "ولې لویدیځ، امریکا او نور لوري  دومره ټینګار کوي چې په ایران کې باید غني کول ونه شي؟" "د دوی اصلي ستونزه د ایراني ملت د پرمختګ او اقتدار  مخه نیول دي."

خو ایران  په مقاومت  او دریدا سره، نه یوازې د خپلومسلمو و حقوقو دفاع کوي، بلکې د خپلواکو هیوادونو لپاره د پرمختګ نوې لاره هم پرانیزي.

هو، ګرانو د غني کولو حق د یوه ملت د پرمختګ او خپلواکۍ حق دی، او ایرانیان، له ځوانو زده کونکو تر زړو پوهانو پورې، ټول دا لاسته راوړنه خپله ګڼي.

نن چې نړۍ د انرژۍ بحران، ټیکنالوجیکی سیالۍ او د نویو قدرتونو د راڅرګندېدو په څیر لویو ننګونو سره مخ ده، د اټومي ټیکنالوژۍ لرونکي هیواد په توګه د ایران دریځ له  جیوپولیتیک شخړو هاخوا تللی او په نړیوال نظم کې د یوې نوې لارې لپاره الهام ګرځیدلی دی. ایران په علم ،  په خپلو ځوانانو ، او سیاسي او کلتوري خپلواکۍ تکیه کولو سره ښودلې چې دا ممکنه ده چې د پرمختګ لاره په بل ډول تعقیب شي. هغه لاره چې په انحصار ولاړه نه ده، بلکې په ځان باور او نوښت ولاړه ده.

هغه څه چې نن د ایران په اټومي قضیه کې پیښیږي هغه جګړه ده چې له  سنټرفیوجونو او غني کولو هاخوا ده . دا جګړه د نړۍ د راتلونکي په اړه د دوو نظرونو ترمنځ مبارزه ده: یو هغه چې د انحصار او تسلط ساتلو هڅه کوي، او بل هغه چې د  خپلواکي، پرمختګ او عدالت لید لري .  

ایران په دې میدان  کې،  نه یوازې د ځان لپاره، بلکې د ټولو هغو ملتونو لپاره چې د ویاړ او وقار هیله لري، یو څراغ ګرځیدلی دی.