تخت روانچي:
د امريکايانو خبرې په مذاکراتو کې دننه له بهر سره توپير لري
May 24, 2025 07:37 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ایران داسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل: د ایران د اټومي مسایلو په تړاو د امریکا درېځونه متناقض دي.
مجید تخت روانچي د آلمان له شپیګل اونیزې سره په یوې مرکې کې چې پرون خپره شوه څرګنده کړه چې د امريکايي چارواکو درېځونه او ويناوې د مذاکراتو په خونه کې له خونې څخه بهر سره توپير لري. هغه ګواښ وکړ چې د واشنګټن اوسنی چلند کولای شي د ایران او امريکا ترمنځ مذاکرات ناکامه کړي.
تخت روانچي ټینګار وکړ: که چېرې امريکا د صفر غني کولو په اړه خپل اصرار ته دوام ورکړي، مذاکرات به کومې پایلې ته ونه رسي. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال زیاته کړه: غني کول د ایران د ملت یو له اصلي لاسته راوړنو څخه دي او تهران به خپل حق وساتي چې د اټومي انرژۍ له سوله ایزې ګټې اخستنې څخه استفاده وکړي.
ټیګونه