عراقچي: پر خپلو درېځونو په کلکه ولاړ یو
(last modified Sat, 24 May 2025 03:09:09 GMT )
May 24, 2025 07:39 Asia/Kabul
  • عراقچي: پر خپلو درېځونو په کلکه ولاړ یو

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایټالیا په رم کې د ایران او امریکا ترمنځ د پنځمې دورې خبرو اترو له په پای ته رسېدو وروسته وویل: زموږ درېځونه په بشپړه توګه څرګند دي او پرې ټینګار کوو.

سید عباس عراقچي پرون وویل: کولای شم ووایم چې دا پړاو د خبرو اترو ترټولو مسلکي پړاو وو چې موږ تر اوسه پورې تجربه کړی دی. په دې ناسته کې یوځل بیا د خبرو اترو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت درېځونه او اصول په بشپړه شفافیت سره وړاندې شول. هغه وویل: داسې ښکاري چې اوس په امریکايي خوا کې د دې درېځونو په اړه څرګند او دقیق درک رامنځته شوی دی.

عراقچي وویل: د عمان بهرنیو چارو وزیر په دې دور خبرو اترو کې هڅه وکړه چې داسې حل لارې وړاندې کړي ترڅو شته خنډونه لیرې او پرمختګونه ترلاسه شي. په همدې چوکاټ کې ځینې نظرونه وړاندې شول او پرېکړه وشوه چې د دې نظرونو په تړاو دواړو خواوو له لورې په مسلکي ډول نورې کتنې ترسره او بیا پلازمېنو ته انتقال شي؛ پرته له دې چې اوس مهال د هېڅ لورې لپاره هېڅ تعهد ولري. زموږ موخه د دې نویو حل لارو او وړاندیزونو څېړنه ده کوم چې ممکن د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولو او درېځونو په ساتنې سره ګټور وي.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: دا چې اوس موږ په دې خبرو اترو کې یوې معقولې لارې کې روان یو، په خپله یو پرمختګ دی او هیله لرو چې په راتلونکو یو یا دوه ناستو کې، په مقابل لورې کې د ایران د درېځونو په تړاو ښه درک ته په کتو سره، حل لارې ومومو او پرمختګ وکړو.