ایران باید په پریکنده توګه د یورانیمو د پخولو صنعت ولري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160696-ایران_باید_په_پریکنده_توګه_د_یورانیمو_د_پخولو_صنعت_ولري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې له ایران څخه د یورانیمو د پخولو د امکان اخیستل یعني د اټومي صنعت په کامل ډول له مینځه وړل دي
(last modified 2025-05-28T06:54:20+00:00 )
May 28, 2025 11:18 Asia/Kabul
  • ایران باید په پریکنده توګه د یورانیمو د پخولو صنعت ولري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې له ایران څخه د یورانیمو د پخولو د امکان اخیستل یعني د اټومي صنعت په کامل ډول له مینځه وړل دي

او دغه موضوع د ایران د اسلامي جمهوریت سره کرښه ده ټینګار وکړ د خبرو په میز کښې د موضوع اصل دا دی چې ایران په پریکنده توګه او له شک پرته باید د یورانیمو د  پخولو صنعت ولري.

هغه په سیمه کښې د یورانیمو د پخولو د کنسورشیم د جوړولو په هکله تهران ته د یوه پلان د وړاندې کولو په هکله د رسنیو د ګونګوسو په هکله وویل په اټومي حوزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ کاملا حقوقي ، قانوني او بنیادي دی او د یورانیمو پخول د ایران د اټومي صنعت بنسټ او ستنه ګڼل کیږي.

هغه په تهران کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مرستیال شتون ته په اشارې سره وویل دغه سفر د څوالس سوه لومړي هجري لمریزکال د کب د میاشتې د بیانیې او د تفاهم لیک پراساس او په پاتې ځایونو باندې د غور لپاره دی او هیله من یوو چې اټومي اژانس د صهیونیسټي بهیر نفوذ ختم کړي او حرفه اي کړچار غوره کړي.