د یورانیمو د پخولو په موضوع کښې له چا سره ټوکه نلرو
(last modified Wed, 28 May 2025 11:39:36 GMT )
May 28, 2025 16:09 Asia/Kabul
  • د یورانیمو د پخولو په موضوع کښې له چا سره ټوکه نلرو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل که چیرې د اروپايي هیوادونو دریځ د ایران لخوا د یورانیمو د پخولو صفر ته رسول وي نو واقعا نور د اټومي موضوع په هکله له هغوې سره هیڅ صحبت نلرو.

زه فکر کوم چې اروپايي هیوادونه باید خپله دنده روښانه کړي او مونږ د یورانیمو د پخولو په هکله له چا سره شوخي نلرو.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي له ولسمشر  مسعود پزشکیان سره یوځای عمان ته د سفر په وخت وویل تراوسه په دغه سفر کښې هر څه ډير ښه دي او اوس هم د ایران او د عمان له اقتصادي فعالانو سره یوه غونډه لرو چې د ولسمشر پزشکیان په شتون سره به پیل شي او د دواړو هیوادونو اړیکې هم په ډيرې ښې لارې کښې دي.

هغه د ایران او د امریکا د خبرواترو د راتلونکي پړاو د ترسره کولو لپاره د عمان له خارجه وزیر سره د سلامشورې په باره کښې وویل طبیعي خبره ده چې مشورې او د نظرونه تبادله وشي خو عمان ته د ایران د پلاوي د سفر اصل له امریکا سره خبرې نه دي.

هغه وویل په راتلونکو څو ورځو کښې ممکنه ده د ایران او د امریکا د غیر مستقیمو خبرو د نوي پړاو نیټه روښانه ښي چې هغه  یو بل بحث دی.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼه کښې د خپل وروستي پیغام په توضیح کښې هم وویل دغه پیغام د بریتانیا یوه چارواکي ته ځواب و چې په ایران کښې  د یورانیمو د بندولو خبره یې کړي وه او ما هغه ته په صراحت سره وویل مونږ په دې موده کښې له اروپايانو او دریو اروپايي هیوادونو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ او که چیرې د دوې موضوع د یورانیمو د پخولو کار صفر ته رسول دي نو واقعا نور له دوې  سره د اټومي موضوع په هکله هیڅ خبرې نلرو.

زه فکر کوم چې دوې خپله دنده روښانه کړي او مونږ د یورانیمو د پخولو په موضوع کښې له هیڅ هیواد سره ټوکه نلرو.