ایران به هیڅکله د یورانیمو د نه پخولو خبره ونه مني
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل په هیواد کښې د یورانیمو د پخولو د دوام له اصل سره هر ډول توپیر لرونکی وړاندیز به زمونږ لخوا د منلو وړ نه وي.
هغه پرون د یورانیمو د پخولو په ارتباط د ایران د نرمښت په اړه د اوازو په کامل ډول ردولو سره وویل په ایران کښې د یورانیمو د پخولو دوام د هیواد د اټومي صنعت د نه جلا کیدونکي برخې په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یو بنیادي اصل دی او هر وړاندیز یا نوښت چې له دغه اصل سره توپیر ولري یا د دغه حق د ضایع کیدا زمینه جوړونکی ووسي د منلو وړ نه دی.
هغه وویل چې د ایران او د امریکا د خبرو اترو د راتلونکي پړاو د وخت او د ځاې په هکله مشورې روانې دي او د چارې په نهايي کیدا سره به عمان د خبرو اترو وخت او ځاې اعلان کړي.