د یمن پوځ په اسرائیلو د سختې حملې ګواښ وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د صنعا د نړیوال هوايي ډګر د کتنې په وخت صهیونیسټ رژیم ته په خطاب کښې وویل زمونږ راتلونکي بریدونه به دردونکي وي او یمن به هیڅکله د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمیدا او د تیریو د بندولو تر وخت پورې د غزې تړانګې له خلکو سره د ملګرتیا کولو لپاره له خپلې فیصلې شاتګ ونکړي.
هغه ټینګار وکړ یمن به هیڅکله د فلسطین له خلکو سره له ملګرتیا کولو شاتګ ونکړي او صهیونیسټان باید د ګرم ووړي یعني د حملو په تمه ووسي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط وویل زمونږ راتلونکي بریدونه دردونکي دي او زمونږ توغندي کلکه اراده لري خپلو هدفونو ته ورسیږي.
هغه ټینګار وکړ د یمن د پلازمینې صنعا په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم تیری زمونږ له حملو د تل اویو د دردیدا بیانونکی دی او دغه تیري چې هر څه وي مونږ به هیڅکله له خپلې لارې شاته نکړي بلکې مونږ به له غزې د ډیر حمایت او د ملاتړ د عملیاتو په لور بوځي.
مهدي المشاط وویل کسان به په الوتکو کښې راشي او د صنعا هوايي ډګر به د خدای په حکم سره بیرته خلاص شي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر نتانیاهو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ هیڅکله به ونه توانیږې چې زمونږ د توغندیو په مقابل کښې د صهیونیسټانو ساتنه وکړئ.
المیادین ټیلي ويژن هم د مهدي المشاط په قول راپور ورکړ زمونږ هوايي دفاعي سیسټم قادر دی له ایف پینځه دیرش ډوله الوتکو سره مقابله وکړي او مونږ د ټولې دنیا له مسافرانو غواړو چې د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر ته په تلونکو الوتکو کښې له سفر کولو ډډه وکړي ځکه چې دغه الوتونه امنه نه دي.
دغه راز د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر لوړرتبه غړي محمد البخیتي په صنعا هوايي ډګر د اسرائیلو برید ته په غبرګون کښې وویل یمن به له غزې تړانګې خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړي او هره پیښه چې رامینځته شي د فلسطین ملت به یوازې پرې نه ږدو.
صهیونیسټ رژيم پرون په یمن باندې د خپلو تیریو په دوام کښې د صنعا په نړیوال هوايي ډګر برید وکړ او هلته یې په رن وې او یوې الوتکې حمله وکړه.