اسرائیلو د فلسطین د غزې د خلکو نسل وژنې ته دوام ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160916-اسرائیلو_د_فلسطین_د_غزې_د_خلکو_نسل_وژنې_ته_دوام_ورکړی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د برازیل ولسمشر «لوئیز ایناسیو لولا ډاسیلوا» ټینګار وکړ هغه څه چې په غزې کښې روان دي یو جنګ نه دی بلکې یوه نسل وژنه ده.
(last modified 2025-06-02T11:27:01+00:00 )
Jun 02, 2025 13:58 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د  فلسطین د غزې د خلکو نسل وژنې ته دوام ورکړی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د برازیل ولسمشر «لوئیز ایناسیو لولا ډاسیلوا» ټینګار وکړ هغه څه چې په غزې کښې روان دي یو جنګ نه دی بلکې یوه نسل وژنه ده.

هغه وویل هغه څه چې همدا اوس یې د فلسطین په غزې تړانګه کښې وینو هیڅکله د دوو پوځونو ترمینځ جنګ نه دی بلکې هلته یوازې یو کاملا حرفه اي پوځ (د اسرائیلو پوځیان)شته چې د غزې تړانګې ښځې او ماشومان وژني.

د برازیل ولسمشر ډاسیلوا مخکې هم د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو په مشرۍ د صهیونیسټ رژيم کابینه په غزې کښې د ملکي وګړو د وژلې په دوام په بې مسوولیتۍ تورنه کړي وه او ټینګار یې کړي و  په غزې کښې د اسرائیلو رژیم د انحرافاتو په  مقابل کښې چپ نشو پاتې کیدلای.

هغه مخکې په یوې بیانیې کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم حملې وغندلې او ټینګار یې وکړ دنیا باید د فلسطینیانو د نه ختمیدونکي وژلې په مقابل کښې چوپتیا غوره نکړي.