روسیه د نړۍ د امنیت لپاره خطر جوړ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168472-روسیه_د_نړۍ_د_امنیت_لپاره_خطر_جوړ_شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس(MI6) لومړۍ ښځینه مشرې بلیز فلورنس میټري ویلي Blaise Florence) (Metreweliروسیه د دنیا د امنیت لپاره د خطر په بللو سره په ماسکو باندې د دباو د ساتلو اراده ښودلې ده.
(last modified 2025-12-16T02:39:25+00:00 )
Dec 16, 2025 05:31 Asia/Kabul
  • روسیه د نړۍ د امنیت لپاره خطر جوړ شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس(MI6) لومړۍ ښځینه مشرې بلیز فلورنس میټري ویلي Blaise Florence) (Metreweliروسیه د دنیا د امنیت لپاره د خطر په بللو سره په ماسکو باندې د دباو د ساتلو اراده ښودلې ده.

هغې پرون په یوې وینا کښې وویل اوس جنګونه میدانونو ته محدود نه دي  بلکې سایبري یعني اینټرنیټي حملو ، غلطو معلوماتو  او د تخریبي کارونو په بڼه کښې د لومړۍ کرښې په توګه هر ځاې موجود دي.

دغه بریتانیا دغه استخباراتي چارواکي  وویل بریتانیا د غیر یقیني صورتحال نوي پړاو ته ورننوتلې ده او مونږ له بدلیدونکو خطرونو څخه خبریدا ته ضرورت لرو.

د بریتانیا د جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس مشرې  خپلې عملې او افسرانو ته ټینګار وکړ چې دوې په ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا کښې مهارت ترلاسه کړي او کوډینګ زده کړي.