د غزې په جنګ کښې څلویښت زره ماشومان یتیمان شوي
(last modified Thu, 05 Jun 2025 07:43:30 GMT )
Jun 05, 2025 12:13 Asia/Kabul
  • د غزې په جنګ کښې څلویښت زره ماشومان یتیمان شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فلسطین کښې د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف ویاند «کاظم ابو خلف» په غزې تړانګه کښې د ماشومانو د کړکیچن حالت په هکله خبرداری ورکړ

او ویې ویل د لومړیو شمیرنو پراساس د غزې په جنګ کښې څه د پاسه څلویښت زره ماشومان یتیمان شوي او دغه شمیر په اندیښمنونکي ډول د زیاتیدا په حال کښې دی.

هغه په یوه خبري کانفرنس کښې وویل د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه پورې په متوسطه توګه هره ورځ په غزې تړانګه کښې اوویشت ماشومان وژل کیږي داسې بې مخینه شمیر چې د نړۍ په هیڅ ځاې کښې ورته مورد نلري.

په فلسطین کښې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف ویاند کاظم ابو خلف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې حاضردمه د غزې د روغتیا نظام دړې وړې کیدا د زرګونو ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ کوي وویل ماشومان  د جنګ د دوام له کبله د ناوړه خواړو او د قحطۍ اصلي قربانیان دي او لسګونو زره ماشومان د سختو ناوړه خواړو لپاره سمدستي درملنې او خوراکي توکو ته ضرورت لري.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف مخکې په یوې بیانیې کښې ټینګار کړی و د غزې تړانګې ماشومان نه یوازې د بمباریو له کبله له مړینې سره مخامخ دي بلکې د دوې ژوند د لوږې ، د طبي څارنو د نشتون او د څښاک د اوبو د نشتون په دلیل د ناروغیو د خپریدا په دلیل له مړینې سره مخامخ دی او له بلې خوا غزې ته د بشر دوستانه مرستو رسول امکان نلري.