ایران د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان له بې بنسټه ادعاوو شکایت کوي
(last modified Fri, 06 Jun 2025 02:58:05 GMT )
Jun 06, 2025 07:28 Asia/Kabul
  • ایران د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان له بې بنسټه ادعاوو شکایت کوي

پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د پنجشنبې په ورځ د یوه حقوقي یادداشت په خپرولو سره، چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ادعاوې رد کړې او اعلان یې وکړ چې دغه سازمان له خپل واک څخه تیر شوی دی او د جعلي شواهدو پر بنسټ د ایران پر وړاندې اقدام کوي.

څو ورځې وړاندې د ویانا په یوه مهمه غونډه کې ډیپلوماتانو ته د ورکړل شوي حقوقي یادښت له مخې، ایران د ملګرو ملتونو له څارونکي بنسټ سره د کړکېچ د زیاتېدو لامل، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د پلټونکو لخوا وړاندې شوي تورونه او بې بنسټه شواهد یاد کړي دي. ایران د مې په ۳۱مه د آژانس د تفتیش راپور په تړاو په خپل لومړي دقیق تحلیل کې ادعا وکړه چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان عمومي مشر رافایل ګروسي په غلطو او تکراري معلوماتو سره د ایران فعالیتونه تحریف کړي دي.