د عربستان ولی عهد ټينګار کړی، د غزې جګړه دې ودرول شي
محمد بن سلمان د حج له لوړپوړو میلمنو او اسلامي شخصيتونو سره په ليدنې کې وويل: د قربانۍ نیکمرغه اختر په داسې حال کې رارسیدلی چې په فلسطين کې زمونږ خوئيندې وروڼه د صهيونيستي رژيم د تیري له امله له کړاؤنو سره مخ دي.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د فلسطيني ولس د وژنې او د جګړې د مخنيوي لپار ه د نړيوالې ټولنې د فوري اقدام پر اړتيا ټينګار وکړ.
د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) راپور ورکړی، محمد بن سلمان د حج له لوړپوړو میلمنو او اسلامي شخصيتونو سره په ليدنې کې وويل: د قربانۍ نیکمرغه اختر په داسې حال کې رارسیدلی چې په فلسطين کې زمونږ خوئيندې وروڼه د صهيونيستي رژيم د تیري له امله له کړاؤنو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: مونږ د نړيوالې ټولنې پر رول ټينګار کوو چې د دې جګړې ويجاړوونکي پايلې دې پای ته ورسوي، د بې ګناه عامو خلکو ژوند دې خوندي کړي او داسې شرايط دې رامینځته کړي چې د فلسطين ولس د نړيوالو قوانينو له مخې په سولې او ارامۍ کې ژوند وکړي.
محمد بن سلمان د خپل پلار سلمان بن عبدالعزيز په استازيتوب په دغې مېلمستيا کې د اسلامي هېوادونو د لوړپوړو شخصيتونو هرکلی وکړ.
د عربسان د وزيرانو د شورا مشر، يو شمېر شهزادګان، د سعودي عربستان لوي مفتي، عالمان، وزيران، د خليج هېوادونو لوړپوړي ميلمانه او د حج په موسم کې فعال پوځي قوماندانان په دغې غونډه کې موجود وو.
په عربستان کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير عليرضا عنايتي په رياض کې تېره ورځ له محمد بن سلمان سره د ليدنې خبر ورکړ.
عنايتي په اېکس ټولنیز چینل کې په يوه پوسټ کې وليکل: نن مونږ له خپلو همکارانو سره د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان ميلمانه وو. په دې ليدنې کې د حج د ادارو مشرانو، په تېره د سعودي عرب د حج او زيارت د ادارې مشر ډاکټر بيات هم شتون درلود.
عنايتي زياته کړه: د عربستان له وليعهد سره مو په دغې کتنې کې د حاجيانو، په تېره د ايرانيو حاجيانو لپاره د برابرو شويو اسانتياو له امله مننه وکړه او د (ايران) ولسمشر سلام او درناوی مو هغه ته ورساوه.