اسرائیلو د فلسطین نور شپیته بې ګناه خلک شهیدان کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو په نویو جنایتونو کښې نن نور شپیته بې ګناه فلسطینیان شهیدان شول چې څوارلس پکښې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ناست وو او اسرائیلو ورباندې حمله وکړه.
دغه راز د اسرائیلو پوځیانو د فریډم فلوټیلا کشتۍ د عملې دولس کسان چې پکښې میرمن ګریټا تهنبرګ او خبریال عمر فیاض شامل دي نیولي دي.
د فریډم فلوټیلا کشتۍ اساسي هدف د اسرائیلو لخوا د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ ماتول وو خو د اسرائیلو کومانډوګانو د فریډم فلوټیلا کشتۍ د غزې تړانګې په سل کلومیټرو کښې ونیوله او هغه یې د اسرائیلو «اشدود» بندر ته یوړله.
بل خبر وايې په فریډم فلوټيلا کشتۍ کښې نیول شوي کسان یعني د سویډن کمپاین کونکي میرمن ګریټا تهنبرګ او نور فعالان د تل اویو هوايي ډګر ته بیولي دي چې له دغه رژیم څخه وویستل شي.