شننه | د امریکا اوصهیونیستي رژیم په تسلیحاتي اړیکوکې څواړخیزبحران
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178560-شننه_د_امریکا_اوصهیونیستي_رژیم_په_تسلیحاتي_اړیکوکې_څواړخیزبحران
پارس‌ټودی – بېلابېل راپورونه ښيي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله صهیونیستي رژیم ته د امریکايي وسلو د سپارلو په بهیر کې څو ځله ځنډ رامنځته شوی دی.
(last modified 2026-09-22T08:28:09+00:00 )
Sep 22, 2026 12:51 Asia/Kabul
  • شننه | د امریکا اوصهیونیستي رژیم په تسلیحاتي اړیکوکې څواړخیزبحران

پارس‌ټودی – بېلابېل راپورونه ښيي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله صهیونیستي رژیم ته د امریکايي وسلو د سپارلو په بهیر کې څو ځله ځنډ رامنځته شوی دی.

د پارس‌ټودي د راپور له مخې، جروزالم پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د صهیونیستي رژیم او امریکا ترمنځ د اېچ‌اېچ-۶۴ اې اپاچي چورلکو د پېرلو تړون لغوه شوی نه دی، خو د دغه رژیم د مالیې وزارت له خوا د ۱۵ میلیارده شېکلو د ورکړې د ځنډ له امله، د دغه تړون د جدي ځنډ له ګواښ سره مخ دی. که دا وضعیت دوام وکړي، اسرائیل ښايي د تولید په کتار کې خپل ځای له لاسه ورکړي، چې په دې صورت کې د چورلکو سپارل څو کاله وځنډېږي او د پېرلو لګښت هم زیات شي.

د مهماتو په برخه کې، د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې ډیموکرات سناتورې جین شاهین او د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر ډیموکرات استازي ګرېګوري میکس په جلا جلا توګه د صهیونیستي رژیم لپاره د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پر خرڅلاو موقتي درول اعمال کړي دي. په دغه وسلو کې ۴۰ زره  یو ټني بمونه هم شامل دي. همدارنګه، بوینګ شرکت له صهیونیستي رژیم سره د ۲۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د تر ۵ زرو پورې نویو هوښیار بمونو د سپارلو تړون لاسلیک کړی، خو ټاکل شوې چې د دغو وسلو سپارل تر راتلونکو ۳۶ میاشتو پورې پیل نه شي.

د جنګي الوتکو په برخه کې هم سپینې ماڼۍ صهیونیستي رژیم ته د ۵۰ اېف-۱۵جنګي الوتکو د خرڅلاو معامله ځنډولې ده. اسرائیل په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۵ اېف-۱۵ اې ایکس جنګي الوتکو د پېرلو لومړنۍ غوښتنه وړاندې کړې وه، خو دغه خرڅلاو د سیاسي تحولاتو له امله ودرول شو. اوس تمه کېږي چې د دغو جنګي الوتکو سپارل له ۲۰۳۱ کال څخه پیل او تر ۲۰۳۵ کال پورې دوام وکړي.

د امریکا سمندري ځواک او هوايي ځواک هم خپلو متحدانومنجمله صهیونیستي رژیم، ته خبرداری ورکړی چې د مهمو مهماتو په سپارلو کې ځنډ ښايي تر پنځو کلونو پورې دوام وکړي؛ ځکه د ایران پر وړاندې د جګړې له امله د امریکا د مهماتو زیرمې په پام وړ کچه کمې شوې دي.

په ۲۰۲۶ کال کې صهیونیستي رژیم ته د امریکا د پوځي تجهیزاتو د سپارلو ځنډ یوازې یوه ساده لوژستیکي یا اداري ستونزه نه شي بلل کېدای. دغه ځنډونه په حقیقت کې د صهیونیستي رژیم د داخلي عواملو، په واشنګټن کې د سیاسي تحولاتو، د سیمه‌ییزو جګړو له امله د رامنځته شوو فشارونو او د دواړو لورو د ستراتېژیکو اړیکو د بیا تعریف انعکاس دی. هغه څه چې دا وضعیت له عادي وسلو تړونونو د معمول ځنډونو څخه بېلوي، د څو بحراني عواملو هممهاله شتون دی چې هر یو یې په یوازې ځان هم کولای شوای د وسلو د سپارلو بهیر ورو کړي.

د صهیونیستي رژیم په داخلي کچه، بودجوي بحران پر یوه اساسي خنډ بدل شوی دی. د صهیونیستي رژیم پوځ، چې نږدې درې کاله یې په پنځو جبهو کې پرله‌پسې جګړه کړې، شاوخوا **۴۰ میلیارد شېکله** له بودجوي کسر سره مخ دی. د دغه کسر اصلي لاملونه روان عملیاتي لګښتونه او د احتیاطي ځواکونو د خدمت د ورځو اړوند تادیات بلل کېږي. همدارنګه، د صهیونیستي رژیم د مالیې وزارت د اپاچي چورلکو د پېرلو لپاره له ژمنه شوو ۱۵ میلیارد شېکلو له ورکړې ډډه کړې ده، چې له امله یې د تړون اړوند وختونه یو په بل پسې له لاسه وځي.

د جګړې وزارت او مالیې وزارت ترمنځ اختلاف یوازې د مشخصو پیسو پر سر نه دی، بلکې د راتلونکو څو کلونو د بودجې پر جوړښت هم اختلاف لري. دغه اداري بندون د وسلو د تمویل په برخه کې پر یوه جوړښتي بحران بدل شوی دی. د اپاچي موجوده چورلکو زړېدل او د پرزو د برابرولو ستونزې د دغه بحران بېړنی حالت لا زیات کړی او د صهیونیستي رژیم پوځ په اوږدمهال کې لږ تر لږه **۵۰ نویو بریدکوونکو چورلکو** ته اړتیا لري.

بل عامل، د صهیونیستي رژیم لپاره د وسلو د لېږلو د ملاتړ په اړه په امریکا کې د ژور درز رامنځته کېدل دي. د غزې په جګړه کې د ملکي وګړو د لوړو تلفاتو له امله د امریکا عامه افکار، په ځانګړي ډول د ډیموکراتانو په منځ کې، په پام وړ توګه بدل شوي دي. د جولای په میاشت کې د استازو جرګې هغه رایه‌اچونه چې صهیونیستي رژیم ته د پوځي مرستو د بندولو په اړه وه، د **۱۰۴ موافقو او ۳۱۴ مخالفو رایو** په پایله کې وښودله چې که څه هم اکثریت لا هم د مرستو ملاتړ کوي، خو دغه ملاتړ نور په اتومات ډول او له شرط پرته نه دی.

د دوو لوړپوړو ډیموکراتو قانون‌جوړوونکو له خوا صهیونیستي رژیم ته د امریکا د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو د خرڅلاو پر بسته د موقتي درولو اعمالول، د دواړو لورو د اړیکو په تاریخ کې بې‌ساری اقدام بلل شوی چې تر دې وړاندې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال یې محدوده بېلګه موجوده وه. د دغو قانون‌جوړوونکو اصلي اندېښنه دا ده چې د نتانیاهو حکومت د امریکايي وسلو د قانوني استعمال لپاره کافي تضمینونه نه دي وړاندې کړي او په غزه او لبنان کې د پراخو بمباریو دوام د دغو وسلو د لېږلو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

درېیم عامل د امریکا د خپلو پوځي زیرمو کمېدل دي. له ایران سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا د پوځ د مهمو توغندیو زیرمې په پام وړ کچه کمې شوې. د **بلومبرګ** د راپور له مخې، امریکا خپلو متحدانو ته خبرداری ورکړی چې د ځینو توغندیزو سیستمونو او توغندیو د مخنیوي کوونکو د سپارلو بهیر ښايي تر پنځو کلونو پورې وځنډېږي.

په همدې لړ کې، امریکا د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د دفاع لپاره، یوازې په یوه برید کې د **ټاډ** نیمایي توغندي، د بالستیک توغندیو یو پر درېیمه برخه مخنیوي کوونکي او د استاندرد-۳توغندیو د یوه کال تولید مصرف کړی دی. دغه وضعیت د دې لامل شوی چې واشنګټن د خپلو پوځي صادراتو لومړیتوبونه بیا وارزوي او حتی اروپايي هېوادونو ته ژمنه شوې ځینې محمولې هم لغوه یا وځنډوي.

د دغو ټولو عواملو مجموعه ښيي چې رامنځته شوي ځنډونه یوازې یوه موقتي پدیده نه، بلکې د امریکا او صهیونیستي رژیم ترمنځ د پوځي اړیکو د بڼې د بدلون نښه ده. په لنډمهال کې، دغه ځنډونه د صهیونیستي رژیم د پوځ پر عملیاتي وړتیا اغېز کوي؛ د اپاچي زوړ شوی ناوګان، د مهماتو کمښت او د هدایت کېدونکو بمونو کموالی کولای شي د صهیونیستي رژیم د ځواکونو پر چمتووالي اغېز وکړي، په ځانګړي ډول که د ایران پر وړاندې د خپلواک عملیاتو پرېکړه وشي. اسرائیلي قوماندانان اندېښنه لري چې د پرېکړو په کولو کې ځنډ به د امریکا د وسلو د فرمایشونو د له لاسه ورکولو لامل شي او صهیونیستي رژیم به اړ شي چې لوړ لګښتونه ورکړي او اوږد انتظار وکړي.

په اوږدمهال کې، دغه بهیر کولای شي صهیونیستي رژیم د وسلو د برابرولو د سرچینو د متنوع کولو او د خپلو کورنیو پوځي صنایعو د پیاوړتیا پر لور سوق کړي. د صهیونیستي رژیم ځینې شنونکي باور لري چې د دې بهیر دوام کولای شي په تدریجي ډول د دغه رژیم د اصلي او له شرط پرته د وسلو برابرونکي په توګه د امریکا رول کمزوری کړي او صهیونیستي رژیم اړ کړي چې په خپل امنیتي دکترین کې بیا کتنه وکړي.