د طوفان الاقصی عملیاتو د صهیونیسټ رژیم ماتي خوړل ثابت کړل
(last modified Wed, 11 Jun 2025 01:02:29 GMT )
Jun 11, 2025 05:32 Asia/Kabul
  • د طوفان الاقصی عملیاتو د صهیونیسټ رژیم ماتي خوړل ثابت کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر جنرال «حسین سلامي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې طوفان الاقصی عملیاتو د ټولې دنیا لپاره د صهیونیسټ رژيم ماتي خوړل ښکاره کړل وویل

 په دښمن باندې د غلبې یوازنۍ لاره د مقاومت او د  مبارزې دوام دی او د مقاومت هره ورځ د فلسطین لپاره یو نوی بریالیتوب او له خپلو هدفونو د اسرائیلو رژیم لیري کیدل دي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر جنرال حسین سلامي د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې د مشر له مرستیال جمیل مزهر سره په کتنه کښې ډاګینه کړه قدرتونه د خپلو تاوانونو پراساس ماتي خوري او د هغوې د قوت ټکي هغوې له ماتي خوړلو نه ژغوري.

هغوې د خپلو قوتونو پراساس مقابل لوري ته تاوان رسوي خو نه پوهیږي د خپلو تاوانونو مخه ونیسي.

د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې د مشر مرستیال جمیل مزهر هم په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسونو په ستاینې سره وویل مونږ پوهیږو چې د ایران اسلامي جمهوریت هماغه ډول چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل «مونږ کولای شو» د تفکر پراساس سترې بریاوې ترلاسه کړي دي او مونږ د ایران د مسلم اټومي حق ملاتړ کوو او هغه د ایران د خلکو مطلق حق ګڼو او باوري یوو که چیرې دغه دباونه او بندیزونه  نه وائ د ایران اسلامي جمهوریت به نن ورځ د سیمې لومړی هیواد و.