بنیامین نتانیاهو د اسرائیلیانو اعتماد له لاسه ورکړی دی
Jun 11, 2025 06:08 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ د اته زره دوه سوه یونټ یوه افسر چې نوم یې نه دی ښول شوی له «یدیعوت احارنوت» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل
لومړي وزیر نتانیاهو د اسرائیلیانو اعتماد له لاسه ورکړی دی ځکه چې هغه ټول اسرائیل د خپلو شخصي هدفونو لپاره یرغمل کړی دی.
هغه وویل ما له هغه جنګ سره چې د لومړي وزیر نتانیاهو د شخصي ملاحظاتو لپاره یې دوام موندلی دی خپل مخالفت اعلان کړی.
د اسرائیلو دغه پوځي افسر وویل مونږ فیصله کړي ده له پوځي حکمونو سرغړونه وکړو ځکه چې د جنګ په دغه پړاو کښې د هغو د اعتبار په هکله شکونه شته.
له دې مخکې د صهیونیسټ رژيم د ډیموکراټانو د ائتلاف مشر یائیر ګولان ټینګار کړی و لومړی وزیر نتانیاهو د واک د ساتلو لپاره د اسرائیلو امنیت او د بندیانو ژوند قرباني کوي.
ټیګونه