د کډوالو موضوع باید د تفاهم او همغږۍ له لارې حل شي
(last modified Sat, 05 Jul 2025 10:25:08 GMT )
Jul 05, 2025 14:55 Asia/Kabul
  • د کډوالو موضوع باید د تفاهم او همغږۍ له لارې حل شي

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د افغان کډوالو اړوند موضوعاتو په اړه د آلمان له خوا د خبرو اترو لېوالتیا ستایلې ده.

نوموړي ویلي، افغانستان له هغو هېوادونو سره د خبرو ملاتړ کوي چې افغان کډوال پکې مېشت دي او دا ډول مسایل باید د تفاهم او د همغږیو له لارې حل شي.

په دې وروستیو کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرينډټ، ویلي چې هېواد یې غواړي له سرپرست حکومت سره د هغو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه مستقیمې خبرې وکړي چې له المان څخه ایستل کېږي.

دوبرينډټ همداراز زیاته کړې چې دا مهال برلین د دې ډول خبرو لپاره د درېیمو هېوادونو له لارې عمل کوي، خو دغه لاره دومره اغېزناکه نه ده، او اړتیا شته چې مستقیمې اړیکې ټینګې شي.