د فرانسې په یوه جومات کې   مسلمانان  په وژلو ګواښل شوي دي
(last modified Thu, 12 Jun 2025 00:42:02 GMT )
Jun 12, 2025 05:12 Asia/Kabul
  •   د فرانسې په یوه جومات کې   مسلمانان  په وژلو ګواښل شوي دي

 د فرانسې پولیسو یوه ښځه  نیولې چې د اوسپنیز راډ په وسیله ئې د آلس (د ګارد سیمې) په یوه جومات کې لمونځ کوونکي ګواښل. دا ښځه د  دیني دلایلو له امله د وژلو ګواښ  په تور موقتاً نیول شوې ده.

یوه ښځه چې اوسپنیز راډ یې په لاس کې درلود، په فرانسې کې د یوه جومات د لمونځ کوونکو مسلمانانو د وژلو ګواښ وکړ.

زمونږ خبریال د  ایکنانیوز له قوله  راپور راپور راکړ،  د فرانسې پولیسو یوه ښځه  نیولې چې د اوسپنیز راډ په وسیله ئې د آلس (د ګارد سیمې) په یوه جومات کې لمونځ کوونکي ګواښل.

دا ښځه د  دیني دلایلو له امله د وژلو ګواښ  په تور موقتاً نیول شوې ده.

د راپور له مخې، یو شمېر لمونځ کوونکو له پولیسو سره اړیکه ټينګه کړې  او وئيلي ئې دي، چې یوه ښځه د جومات دېوال ته پورته شوې او  انګڼ ته ننوتې ده. په  وسپنیز راډ  سره ئې  کړکۍ ماته کړې  او دننه موجود لمونځ کوونکي ئې په  وژلو  ګواښل او  چغې ئې پورته کولې چې   «وژنم مو! وژنم مو!

 ویل کیږي، پولیسو زر مداخله وکړه او هغه ئې ونیوله. د عامه څارنوالۍ د دفتر په وینا، دا ښځه په تېرو اونیو کې دوه ځله د ورته کړنو او په جومات کې د لمونځ کوونکو د وژلو د ګواښونو په وجه  نیول شوې وه.

خو هر ځل یوه روانشناس هغه له جزائي مسؤلیت څخه معافه  کړې، او د وروستي پېښې په اړه به ئې یو ځل بیا رواني معاینه ترسره شي.

په دې اړه، د پاریس د لوي جومات مشر  شمس‌الدین حفیظ د توکمیزو او اسلام ضده څرګندونو په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه شان اقدامات د  خورا خطرناکو کړنو لامل کېږي.

دا خبرداری د فرانسې په یوه وروستۍ توکمیزه پېښې کې ورکړل شوی، چې په هغې کې یو تیونسي توکمه ، هشام میراوي، یوازې د تیونسي هویت  په وجه  د خپل ګاونډي لخوا ووژل شو.

دا جرم د  ترهه ګر عمل په توګه وپېژندل شو.

تر دې وړاندې، د ګارد په سیمې کې یو ځوان، ابوبکر سیسي، د جومات دننه د ۴۰ تر ۵۰ چړو په وهلو سره ووژل شو او قاتل ئې اسلام ضد سپکې سپورې ویلې.