د اسرائیلو لومړی وزیر د ایران له حملې یونان ته تښتیدلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن تر بلې خبرتیا پورې د یونان هیواد په پلازمینې اتن کښې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اختصاصي الوتکې د کوزیدا خبر ورکړ.
مخکې ځینو رسنیو پرون سهار په ایران باندې د صهیونیسټ رژيم له حملو وروسته نامعلوم ځاې ته د لومړي وزیر نتانیاهو د اختصاصي الوتکې د الوت خبر ورکړی و.
یروشلم پوسټ ورځپاڼې هم د نتانیاهو د الوتکې تصویر خپور کړی و چې د دو جنګي الوتکو په اسکورټ سره یونان ته د تلو په حال کښې وه.
بل خبر دا چې د صهیونیسټ رژیم رسنیو په تل اویو کښې د سلګونو ښارګي میشته صهیونیسټانو د بې کوره کیدا خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل چې د ودانیو د تباه کیدا یا تاواني کیدا په وجه سلګونو ودانیو ته تاوانونه رسیدلي دي.
د صهیونیسټ رژيم دولسم ټيلي ويژن هم وویل چې د اسرائیلو درې سوه کورونه تباه شوي یا ورته تاوان رسیدلی او هغوې نورو ځایونو ته انتقال کړې شوي دي.
د صهیونیسټ رژيم رسنیو د ایران په توغندوي حملو کښې د صهیونیسټ ژوبلو کسانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ.
یدیعوت احارونوت ورځپاڼې وویل د ایران په توغندوي حملو کښې د ژوبلو اسرائیلیانو شمیر درې شپیتو کسانو ته ورزیات شوی دی.
ځینو اسرائیلو سرچینو د ایران په توغندوي بریدونو کښې د څو صهیونیسټانو د وژل کیدا خبر ورکړی دی.