پر غزې د صیهونیسټ رژیم په تازه بریدونوکې ۶۰ کسان شهیدان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161758-پر_غزې_د_صیهونیسټ_رژیم_په_تازه_بریدونوکې_۶۰_کسان_شهیدان_شوي
د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلورژیم په تازه بریدونو کې د مېرمنو، ماشومانو او یو خبریال په ګډون ۶۰ کسان وژل شوي دي.
(last modified 2025-06-30T23:17:36+00:00 )
Jul 01, 2025 03:44 Asia/Kabul
  • پر غزې د صیهونیسټ رژیم په  تازه بریدونوکې ۶۰ کسان شهیدان  شوي

د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلورژیم په تازه بریدونو کې د مېرمنو، ماشومانو او یو خبریال په ګډون ۶۰ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا کسان د اسرائيلي ځواکونو په بمباریو او ډزو کې په نښه شوي دي.

د راپور له مخې، یو برید چې د غزې ښار پر ساحلي کافې شوې، د مېرمنو، ماشومانو او یو خبریال په ګډون ۲۲ کسان پکې شهیدان شوي دي.

د ډاکترانو په خبره، ۱۰ کسان پر زیتون سیمه یوه  برید کې او ۱۳ نور بیا د غزې ښار په سویل لویديځه سیمه کې د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې پاتې نور کسان بیا د غزې په نورو سیمو کې په نښه شوي دي.

له دې وړاندې صیهونیسیټي رژیم د غزې شمالي برخې اوسېدونکو ته امر کړی و چې له سیمې ووځي.