د صهیونیسټ رژيم د کابینې غونډه له شخړې سره مخامخ شوه
(last modified Tue, 01 Jul 2025 07:28:20 GMT )
Jul 01, 2025 11:58 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم د کابینې غونډه له شخړې سره مخامخ شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژيم د جنګ د کابینې غونډه د لومړي وزیر نتانیاهو د وزیرانو ترمینځ له سختو اختلافاتو او شخړې سره یوځاې ده.

د نیواکي ټاټوبو «یدیعوت احارونوت» ورځپاڼې وویل د اسرائیلو د پوځ مشر «ایال زامیر» د صهیونیسټ سرزوري وزیر «بزائیل اسموتریچ» څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د یونیم میلیونه خلکو کنټرولول چې عادت شوي دي په ډله ئیز ډول حرکت وکړي کوم ساده کار نه دی.

دغه ورځپاڼې دغه راز راپور ورکړ د اسرائیلي بندیانو ژوند ته د ګواښ او د جنګ د پراخیدا د خطرونو په هکله د صهیونیسټ رژيم د پوځ د مشر خبرداري د اسرائیلو د کابینې د دوو غړیو یعني د کورني امنیت د وزیر «ایتامار بن ګویر» او د «بزائل اسموتریچ» د غصې سبب شوي دي.

دغه راپور زیاتوي اسموتریچ د اسرائیلو د جنګ د کابینې د غونډې په وخت ایال زامیر ته وویل مونږ د اسرائیلي بندیانو د بیرته ستنیدا غوښتونکي یوو خو چمتو نه یوو چې د دوې په مقابل کښې له ټول هیواد څخه تیر شو.

بن ګویر وویل په هیڅ جنګ کښې داسې هیڅ مخینه نشته چې د دښمن ماتي د بندیانو د شتون په دلیل په وجه دریدلي وي.

هغه وویل زمونږ هدف باید د حماس غورځنګ تباه کول او په راتلونکي کښې د زرګونو نورو بندیانو د بندي کیدا مخه نیول وي.

هغه په پاې  کښې د یوه بل جنجالي پلان په وړاندې کولو سره وویل د «نتساریم» په جنوب کښې باید یوه سیمه جوړه کړو چې د غزې تړانګې د شمال سیمې وسیدونکي هلته منتقل کړو.