د قدس نیواکګران به د لبنان په جنوب کښې هیڅ ځای ونلري
(last modified Tue, 01 Jul 2025 11:29:51 GMT )
Jul 01, 2025 15:59 Asia/Kabul
  • د قدس نیواکګران به د لبنان په جنوب کښې هیڅ ځای ونلري

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل صهیونیسټ رژيم نشي کولای د لبنان په جنوب کښې کوم ځای ولري او مقاومت ډله به نیواکګرانو ته په دغه سیمه کښې د شتون اجازه ورنکړي.

د لبنان د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم په دغه حساسې تاریخي شیبې کښې له نورو ډلو وغوښتل چې د لبنان او د حزب الله غورځنګ په څنګ کښې ودریږي نه د دښمن په صف کښې.

شیخ نعیم قاسم په هغو کسانو باندې نیوکې سره چې دښمن ته د امتیاز د ورکولو غوښتونکي دي ټینګار وکړ مونږ داسې کسان نه یوو چې لبنان د خطر او د نا پيژندل شویو چارو په لور بیایو بلکې هغه کسان چې دغه لاره یې انتخاب کړي ده او د نیواکګرانو په وړاندې د تسلیمیدا او یا له خپلې خاورې څخه د سترګو د پټولو هڅه کوي.

د لبنان د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم د لبنان کورنیو ډلو ته په خطاب کښې زیاته کړه مونږ له تاسو سره د ټولو مسائیلو په هکله خبرو اترو ته تیار یوو او که چیرې کوم ټکی د اندیښنې سبب دی هغه به  حل کړو خو هیڅکله د دښمن په څنګ کښې مه ودریږئ.

شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ مونږ په داسې دفاعي مقام کښې یوو د داسې دښمن په مقابل کښې چې نیواکګر دی او د امریکا او د اسرائیلو د تیریو په مقابل کښې ولاړ یوو.

د لبنان د حزب الله مشر شیع نعیم قاسم ډاګینه کړه ټول مستکبران هڅه کوي مونږ منحرف کړي خو په سمه لاره او مقاومت کښې له حرکت کولو پرته بله چاره نلرو.