اسرائیلو ته د ایران راتلونکی ځواب به غاښ ماتونکی وي
(last modified Mon, 07 Jul 2025 01:17:08 GMT )
Jul 07, 2025 05:47 Asia/Kabul
  • اسرائیلو ته د ایران راتلونکی ځواب به غاښ ماتونکی وي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د قومندنۍ د عقیدتي سیاسي دفتر د سیاسي چارو مرستیال برید جنرال «رسول سنايي راد» د هر ډول تیري په مقابل کښې په چمتووالي ټینګار وکړ او ویې ویل دښمانانو په خپلو محاسباتو کښې غلطۍ وکړه.

هغه له المیادین ټیلي  ويژن سره په مرکه کښې د ایران پرضد د اسرائیلو د دولس ورځني جنګ د مختلفو اړخونو او د هغه په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټيژیک دریځونه بیان کړل.

هغه د دغه مرکې په بلې برخې کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وینا ته په اشارې سره وویل د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار کړی دی د بدمعاشۍ او د زوروینو په وړاندې نشو تسلیمیدلای ایران دومره ستر هیواد دی چې دښمن یې نشي تسلیمولای.

جنرال سنايي راد د جنګ په جبهې کښې اوسني حالت ته په اشارې سره وویل هغه څه چې نن سبا یې وینو یوازې د پوځي عملیاتو بندیدل دي نه رسمي اوربند  او شرایط هماغه راز حساس او له تاوتریخوالي ډک دي او د دښمن په خوځښتونو مونږ دقت سره نظر دی.

د ایران دغه پوځي چارواکي وویل امریکا هغه وخت ډګر ته ورداخله شوه چې د اسرائیلو د پوځ اقدامات په یوې ښکاره رسوايي بدل شوي وو او د جنګ په مدیریت کولو کښې د تل اویو نالایقتوب د هغه متحدان هم په تنګسې کښې وروستلي وو او د امریکا لاسوهنه هم د اسرائیلو د ناکامۍ د پایلو د پراخیدا د مخه د نیولو لپاره ترسره شوه.

د ایران د وسله والو ځواکونو د قومندنۍ د عقیدتي سیاسي دفتر سیاسي مرستیال برید جنرال رسول سنايي فرد د خپلې وینا په یوې بلې برخې کښې خبرداری ورکړ که چیرې صهیونیسټ رژيم بل کوم حماقت وکړ نو د ایران اسلامي جمهوریت ځواب به له هغه څه ډیر سخت وي چې دغه رژيم په دولس ورځني جنګ کښې ترلاسه کړ.

هغه د اسرائیلو محاسباتي غلطۍ ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ رژیم ګمان کاوه چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو هدفونو په هکله  دقیق اطلاعات نلري په داسې حال کښې چې زمونږ ټولې حملې په دقیقو او له مخکې څخه په ټاکل شویو اطلاعاتو باتدې تکیې کولو سره ترسره شوې.

د ایران دغه پوځي جنرال وویل دښمن حتی تصور نه کاوه چې مونږ د «وایزمین» د علمي موسسې په شان په حساسو مرکزونو باندې د حملو کولو توان لرو او دغه اقدام د اسرائیلو لپاره یو ستر ناڅاپه  کار و او ویې ښودله چې د ایران عملیاتي توان د اسرائیلو له جاجونو ورهاخوا دی.