د ایران د اسلامي جمهوریت دننه د دښمن شبکې وپيژندل شوې
(last modified Sat, 12 Jul 2025 08:28:19 GMT )
Jul 12, 2025 12:58 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت  دننه د دښمن شبکې وپيژندل شوې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د قضايي قوې ویاند اصغر جهانګیري وویل د هیواد د استخباراتي او امنیتي ادارو او د ضابطینو لاسونو ته ارزښمن اطلاعات ورغلي او په داخل کښې د دښمن شبکې وپيژندل شوې

 او په هغو تعقیبونو سره چې په دقیق او پریکنده توګه او په چټکۍ سره ترسره کیږي په پریکنده توګه به په نږدې راتلونکي کښې په دې هکله د ایران شریف ملت ته ښه اطلاعات ورکړل شي.

اصغر جهانګیري نن په خپل اتویشتم خبري کانفرنس کښې وویل مونږ ټول باید د دغه ملت په قدر او منزلت پوه شو ځکه چې هغه د اسلامي ارزښتونو د ساتلو او د ملي عزت لپاره ودریده  او له دې کبله په خپلو ځانونو دغه کار فرض وګڼو چې له مخکې څخه زیات د ملت د خدمت لپاره شپه او ورځې هڅه وکړو.

د ایران د قضايي قوې مشر اصغر جهانګیري وویل د روان کال محرم میاشت د ایران د ملي پیوستون او د اقتدار په ډګر بدله شوه او دښمن ته یې ستر درس ورکړ.

هغه وویل د ایران خلکو ثابته کړه چې د حضرت امام حسین علیه السلام ملت دی او د دښمن په وړاندې په پریکنده توب ، صلابت او شجاعت سره عمل کوي او زیاته یې کړه د ایران د ولس دغه د نه تسلیمیدا روحیې وښودله چې د ایران ملت د خپلې خاورې د دفاع لپاره حاضر دی هر څه قربان کړي او د ایران خلکو د ایران له ویاړ څخه ډک نوم واخیست او د ایران بیرغ یې ورپوه او دښمن ته یې سخته څپیړه ورکړه.

د ایران د قضايي قوې مشر اصر جهانګیري وویل جعلي صهیونیسټ رژيم د ایران پرضد دولس ورځني تپلي جنګ کښې ټول نړیوال اصول او قواعد تر پښو لاندې کړل.

هغه وویل د ایران قضايي قوه ، د بشري حقوقو کمیټۍ او د قضايي قوې د نړیوال معاونت برخه د خارجه وزارت په ملګرتیا سره د صهیونیسټ رژيم پرضد په نړیوالو ټولنو کښې د دغه جنایت او د امریکا د تیري د حقوقي موضوع تعقیبول په اجنډا کښې لري.

هغه وویل ټوله دنیا پوهیږي چې دغه جنګ ایران نه  و پیل کړی او ایران د نړیوالو اصولو پراساس خپله جایزه دفاع پیل کړه او د تیریګرو پرضد په حقوقي میدان کښې یې اقدام وکړ او هیله من یوو چې د نړیوالو حقوقو ادارې هم په خپلو دنده عمل وکړي او یو ځل بیا د صهیونیسټ ماشوم وژونکي رژیم پرضد خپله بې عملۍ پاې ته ورسوي.