په عراق کښې په اور لګیدا کښې اوه اویا کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162482
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق په ختیځ کښې په «ال کوت» ښار کښې د روغتیا وزارت چارواکو او د پولیسو دوو سرچینو
(last modified 2025-07-17T10:15:33+00:00 )
Jul 17, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • په عراق کښې په اور لګیدا کښې اوه اویا  کسان وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق په ختیځ کښې په «ال کوت» ښار کښې د روغتیا وزارت چارواکو او د پولیسو دوو سرچینو

وویل  په ال کوت سیمه کښې په  یوې پیڼځه پاوړیزه سوداګریزې ودانۍ  کښې د ستر اور د لګیدا له کبله کابواوه اویا ه کسان وژل شوي او یولس نور کسان بې درکه شوي هم  دي.

په ویډیوګانو کښې ښودل کیږي چې د عراق په ال کوت ښار کښې په یوې پینځه پاوړیزه ودانۍ کښې اور لګیدلی دی او اور وژونکي  هڅه کوي چې دغه اور مړ کړي.

د عراق د ال کوت سیةې ځايي حکومت درې ورځې ویر اعلان کړی دی.

د ال کوت سیمې د روغتیا وزارت چارواکو وویل مونږ تراوسه د نهه پنځوسو قربیانو نومونه لیکلي دي کوم چې مړه شوي او یو کس بیخي زیات سوځیدلی دی چې له پيژندګلوۍ تیر دی.

هغوې وویل د نورو کسانو مړي هم شته کوم چې تراوسه د اور له کبله تر خاورو ښځلو لاندې دي.

د دغه اور د لګیدا علت تراوسه نه دی معلوم خو د دغه ولایت والي وویل چې د تحقیقاتو لومړنۍ نتیجې به په اته څلویښتو ساعتونو کښې اعلان کړي.